ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې اداري پلاوى د مريم سليمانخېل د انځورونو موضوع څېړي

د ولسي جرګې اداري پلاوى د مريم سليمانخېل د انځورونو موضوع څېړي

author avatar
20 Nov 2019 - 15:37
د ولسي جرګې اداري پلاوى د مريم سليمانخېل د انځورونو موضوع څېړي
author avatar
20 Nov 2019 - 15:37

کابل (پژواک، ٢۹ لړم ٩٨): په ټولنيزو شبکو کې د ولسي جرګې د غړې مريم سليمانخېل د “غير اخلاقي” انځورونو خپرېدو د خلکو غبرګونونه راپارولي او د دې جرګې اداري پلاوى وايي چې دغه موضوع د دوى له لوري څېړل کېږي.

له تېرو څو ورځو راهيسې پر خواله رسنيو، په ځانګړي ډول فېسبوک کې په ولسي جرګه کې د کوچيانو د استازې مريم سليمانخېل ځيني شخصي انځورونه خپاره شوي دي.

په دغو انځورونو کې مريم سليمانخېل لوڅ سر د نڅا په حالت کې له يوه هلک سره غېږ په غېږ او بل هم د شرابو مېز ته ناسته ده. په دغو انځورونو کې يوه بله نجلۍ او هلک هم ليدل کېږي چې له دوى سره په دغه پروګرام کې ګډون لري.

دغو عسکونو په فېسبوک کې غوغا جوړ کړې، ځينو کسانو د مريم سليمانخېل پلوي کړې او ځينو نورو يې بيا جدي مخالفت کړى دى.

د ولسي جرګې منشي: د جرګې اداري پلاوى د مريم سليمانخېل د انځورونو موضوع څېړي

د مريم سليمانخېل د موضوع په اړه د ولسي جرګې منشي کريم خان اتل پژواک ته وويل چې افغانستان يوه ستني او عنعنوي ټولنه ده او دغه شان کړنې پر عامه ذهنونو بد اغېز کوي.

خو دى وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه انځورونه به خپله د مريم سليمانخېل وي او که به جعلي جوړ شوي وي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د جرګې اداري پلاوي پرېکړه کړې چې د مريم سليمانخېل د خپاره شوو عسکونو په اړه څېړنه وکړي.

د اتل په وينا، که چېرې دغه انځورونه واقعيت ولري، نو د جرګې د کورنيو دندو اصول به پر مريم سليمانخېل تطبيق شي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: “که کوم وکیل پر ملي خیانت، اخلاقي فساد او یا په ډاګه له اسنادو سره ونیول شي، د جرګې د رییسانو کمېټه او اداري پلاوی يې په اړه فیصله کوي.”

د نوموړي په وينا، د اداري پلاوي او د رييسانو کمېټې پرېکړه بيا عمومي غونډې ته وړاندې کېږي، که چېرې په عمومي غونډه د جرګې دوه ثلثه غړو د لرې کېدو غوښتنه وکړه، دغه کس بيا په جرګه کې خپل غړيتوب له لاسه ورکوي.

د مريم سليمانخېل څرګندونې:

سليمانخېل وايي چې په خپرو شوو عسکونو کې ځيني اصلي خو ځيني نور يې بيا فوټوشاپ شوي دي.

هغې زياته کړه: “د عسکونو موضوع داسې ده چې ځيني زما واقعې کورني عسکونه دي، زما د ترور له زامنو سره او ځيني يې فوټوشاپ شوي دي، خو بايد ووايم چې زما په شخصي مسايلو کې زه چا ته حق نه ورکوم چې تر بحث لاندې يې ونيسي او نه هم مجبوره يم چې خلکو ته سپيناوى ورکړم، ما په ژوند کې هېڅ داسې کار نه دى کړى چې د خپل مور او پلار حيثيت ته پرې تاوان ورسوم.”

دغه راز نوموړې زياتوي: “ځيني عسکونه زموږ د فاميل د يوه غړي له ټيلېفونه يو چا اخيستي او نشر کړي يې دي. ماته دا ډول د شخصيت وژنې ناکامه هڅې هېڅ اهميت نه لري. زموږ پر وړاندې لوى ملي مسايل پراته دي او زما تمرکز پر ملي مسايلو دى.”

نوموړې د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې په خپرو شوو انځورونو کې یې کوم اصلي او کوم يې فوټو شاپ دي؟ وويل: “زه نه غواړم عکسونه مې خپاره کړئ، دا زما شخصي حریم دی او له تاسې سره هم نه ښايي چې زما پر عکسونو تبصرې وکړئ.”

د اړوندو انځورونو په اړه د احمدزيو مشرانو شورا د ځينو غړو غبرګونونه:

د همدې شورا غړى قادر کوچى وايي چې د مريم سليمانخېل د خپرو شوو انځورونو په اړه معلومات نه لري خو زياتوي چې دغه ډول کړنې که د مريم سليمانخېل او يا هم بل چا وي، د هېواد او قوم نوم ته زيان رسوي.

ده زياته کړه، که هر څوک دغه شان عمل ترسره کوي، چټل خلک دي او دوى ته د منلو نه دي.

قادر کوچى زياتوي: “هېڅ افغان دا نه تاییدوي چې دغه شان يو کس دې په پارلمان کې د خلکو نمایندګي وکړي.”

دغه راز د احمدزيو مشرانو شورا بل غړي غلام قادر احمدزي وايي چې د مريم سليمانخېل موضوع دوى خپله څېړي.

هغه زیاتوي: “دا داخلي موضوع ده او که زموږ غږ چا وا نه ورېد، نو بیا به یې له رسنیو سره شریک کړو.”

حقوق پوهان: په ملي شورا کې د ښځو ترڅنګ سړي هم په اخلاقي فساد کې ښکېل دي:

د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي استاده شهلا فريد وايي چې د مريم سليمانخېل خپاره شوي انځورونه امکان لري فوټوشاپ شوي وي خو دغه موضوع بايد وڅېړل شي.

دې وويل:”داسې ډېر کسان شته چې د پارلمان دننه په اخلاقي فساد اخته دي او دا یواځې مېرمنې نه. بلکې سړي هم شته چې اخلاقي فساد کوي.”

خو نوموړې ټينګار کوي چې د مريم سليمانخېل او ورته موضوع ګانې بايد جدي وڅېړل شي؛ ځکه دغه ډول قضيې د پارلمان حيثيت ته زيان رسوي.

د هغې په وينا، که چېرې له څېړنو وروسته په محکمه کې پر مريم سليمانخېل اخلاقي فساد ثابت شي، نو بايد د قانون له مخې په جرګه کې خپل غړيتوب له لاسه ورکړي.

پر فېسبوک په دې اړه د خلکو غبرګونونه:

د غلام محمد غبار په نوم فېسبوک يوه کاروږنکي په خپله پاڼه کې د مريم سليمانخېل ياد انځورونه خپاره کړي دي.

هغه ليکلي چې مريم سليمانخېل په ولسي جرګې د کوچيانو استازې او د عشق بازو نجونو له ډلې څخه ده.

ده زياته کړه چې له دې مخکې هم د مريم سليمانخېل د جنسي بدرفتیاریو انځورونه په خواله رسنيو کې خپاره شوي وو.

دغه راز د فېسبوک يوه بل کاروونکي لاروي ملګري ليکلي: “دا اوس پارلمان کې د کوچيانو وکيله ده، ښه نو کوچيان همدومره متمدنه شوي دي! “

همدارنګه په فېسبوک کې (په کاناډا کې د افغانستان کمېټه) په نوم پاڼې خپاره کړي چې څه موده وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني په خپلو څرګندونو کې ويلي وو چې مريم سليمانخېل د ولسمشر د خپلوانو له ډلې ده چې بشپړه نالوستې ده او تر دې وړاندې يې په امريکا کې د ارايشګرې په توګه دنده ترسره کوله.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د پکتيا استازې راضيه سادات منګل بيا وايي چې د مريم سليمانخېل انځورونه يوه شخصي مسئله ده، بايد هېڅوک د چا په شخصي ژوند کې لاسوهنه ونه کړي.

خو دا وايي چې د ولسي جرګې ١٧مه دوره ډېره  بدنامه ده او راتلونکو نسلونو ته خطرناکه ثابتېداى شي.

دې زياته کړه:”هغه کس چې په خپلو رایو پارلمان ته را نه شي او په فساد اخلاقي راشي، باید د هغوى مخه ونیول شي څوک چې په فساد اخلاقي ککړ وي، نو جامعې ته به څه کار وکړي؟

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې راضيه سادات منګل ويلي وو چې په دې جرګه کې د اخلاقي فساد په اړه يې د ځينو وکيلانو لاسليکونه يې را ټول کړي څو دغه موضوع جدي وڅېړل شي.

د مريم سليمانخېل ژوندليک:

مريم سليمانخېل د حميدالله لور د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکې ده، خو دا مهال په کابل کې ژوند کوي.

نوموړې د ولسي جرګې د ١٣٩٧ کال ټاکنو ته د کوچيانو له حوزې څخه نومانده وه چې د ٨٣٩ رايو په ترلاسه کولو سره يې جرګې ته لار پيدا کړه او دا مهال د ولسي جرګې د کوچيانو، شهيدانو او معلولينو چارو کمېسيون مرستياله ده.

هغې له دې وړاندې د ارګ نړيوالو اړيکو چارو د رييسې او د کانونو وزارت د سلاکارې په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.