ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز په امام صاحب کې د ملي اردو ۱۳ سرتېري وژل شوي

د کندوز په امام صاحب کې د ملي اردو ۱۳ سرتېري وژل شوي

author avatar
20 Nov 2019 - 14:42
د کندوز په امام صاحب کې د ملي اردو ۱۳ سرتېري وژل شوي
author avatar
20 Nov 2019 - 14:42

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په بريد کې د ملي اردو ١٣ سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ يوې حکومتي سرچينې د لړم په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په کول ارباب خليل سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٣ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي حکيم پژواک ته وويل: ((بېګاه ١٢ بجې جګړه شروع شوه، تر سهار يې ادامه درلوده، داسې ويل کېږي چې ټول سرتېري په کې وژل شوي او وسلې يې هم طالبانو وړې دي.))

خو په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امام صاحب د تېرې شپې په جګړه کې د طالبانو د سرې قطعې لس غړي وژل شوي او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي چې په دې جګړه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او څلور نور يې ټپيان شوي دي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ په کول ارباب خليل سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې د بلوک د قوماندان الطاف په ګډون ١٤ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

مجاهد زياتوي چې په دې جګړه کې يو شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د يادونې ده، امام صاحب د کندوز ولايت له نا امنو ولسواليو ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.