ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صديقي: د بنديانو د تبادلې پرېکړه د جګړې ختمېدو په موخه شوې ده

صديقي: د بنديانو د تبادلې پرېکړه د جګړې ختمېدو په موخه شوې ده

author avatar
20 Nov 2019 - 17:58
صديقي: د بنديانو د تبادلې پرېکړه د جګړې ختمېدو په موخه شوې ده
author avatar
20 Nov 2019 - 17:58

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): د افغانستان حکومت وايي چې د افغان امريکايي پوهنتون د استادانو له طالب بنديانو سره تبادله په هېواد کې د جګړې ختمولو په موخه شوې ده.

د دغه پوهنتون دوه امريکايي او اسټراليايي استادان چې په ٢٠١٦ کال کې په کابل کې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو، پرون د انس حقاني په ګډون د طالبانو د درېيو مهمو بنديانو په بدل کې خوشي شول.

د ولسمشر اشرف غني وياند صديق صديقي د لړم په ٢٩مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي، د دغو استادانو خوشي کېدل او له خپلو کورنيو سره يو ځاى کېدل د افغانستان د دولت له خوا د يوې سختې پرېکړې په پايله کې عملي شول.

هغه زياته کړه، دغه پرېکړه په افغانستان کې د جګړې ختمېدو، د سولې ټینګښت او بشري حس په لرلو ترسره شوې ده.

صديقي ويلي، دغه اقدام د افغانستان د دولت او امريکا د ګډو هڅو په موخه اخیستل شوی دی.

بلخوا د حکومت اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د يادو استادانو خوشي کولو هرکلی کړى دى.

د هغه له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه استادان افغان ځوانانو ته د روزنې لپاره راغلي وو چې د د وسله والو له لوري وتښتول شول.

ده زياته کړې: ((هیله لرم چې دا تبادله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو اترو او مذاکراتو لپاره په زمینه سازۍ کې اغېزمنه ثابته شي او د دې تبادلې د وروستیو تعهداتو په پلي کولو سره د تاوتریخوالي د کمښت، عادلانه او ټولشموله سولې په برخه کې اساسي ګامونه واخیستل شي.))

پخواني ولسمشر حامد کرزي  هيله څرګنده کړې چې د بنديانو دغه تبادله په هېواد کې د جګړې د پای او د سرتاسري او تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره مثبتې پايلې ولري.

نوموړي دغه راز د افغانستان د سولې په پروسه کې له ټولو ښکېلو غاړو غوښتي دي چې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې سولې ته د رسېدو هلې ځلې ګړندۍ کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.