ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ایران د طالبانو په مرسته د هلمند پر سیند د میتراب په نوم الې نصبولو مخه نیسي”

“ایران د طالبانو په مرسته د هلمند پر سیند د میتراب په نوم الې نصبولو مخه نیسي”

author avatar
20 Nov 2019 - 17:17
“ایران د طالبانو په مرسته د هلمند پر سیند د میتراب په نوم الې نصبولو مخه نیسي”
author avatar
20 Nov 2019 - 17:17

ترینکوټ (پژواک، ۲۹ لړم ۹۸): د اروزګان والي وایي، ایران د طالبانو په مرسته د دغه ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د اوبو راټولولو (میتراب) په نوم د یوې الې د ځای پر ځای کولو مخه نیولې ده.

میتراب یا هم د اوبو راټولولو دستګاه د روانو سیندونو په څنګ کې ځای پر ځای کېږي، څو په ساعت کې د اوبو مقدار معلوم او ثبت کړي.

والي محمد شفیق اسدالله سعید وایي، د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د کجکي بند په شاوخوا سیمو کې له تېرو څو کلونو راهیسې طالبانو د هغې الې لګولو مخه نیولې چې د هلمند سیند اوبو اندازه معلوموي.

هغه زياته کړې، د دې الې په مرسته افغانستان کولای شي چې د هلمند له سینده ایران ته د تلونکو اوبو اندازه په یو ساعت کې معلومه کړي او دغه ارقام له ځان سره ثبت کړي.

د سعید په وينا، دغه اله د اروزګان دهراوود ولسوالۍ اړوند د کجکې بند په څلور کیلومترۍ کې باید ځای پر ځای او افغانستان ترې ګټه واخلي، خو اوس مهال دغه کار د ایران په مالي مرسته د طالبانو په واسطه ناشونی شوی دی.

سعید وایي، ایران په سیمه کې طالبانو ته پیسې او نور امکانات ورکړي، څو د یادې الې د نصب مخه ونیسي او دغه هېواد ته تلونکي اوبه بې کنټروله وي.

د اروزګان والي وایي، دغه ستونزه یې د هېواد تر ولسمشره هم رسولې او له مرکزه یې غوښتي څو د سیمې د امنیت لپاره نور ځواکونه ور ولېږي.

ده زياته کړه، مرکزي حکومت څو ځلې پر هلمند سیند د میتر اب د نصب غوښتنه کړې، خو په سیمه کې شته وسله والو طالبانو د یاد کار مخه نیولې ده.

د اروزګان د سیندیزې حوزې ولایتي مسوول انجنير عبدالکبیر هم وایي، د اوبو اندازه کولو اله د دوی دفتر ته ور وړل شوې څو د دهرادوو ولسوالۍ اړوند د هلمند پر سیند ولګول شي.

نوموړی وایي، دغه اله د وزارت له خوا ډېر مخکې اروزګان ته ورکړل شوې او مرکزي حکومت پر دوی څو ځلې فشار راوړى چې باید یاده اله په ځانګړي ځاى کې نصب کړل شي.

د هغه په وينا، په سیمه کې د طالبانو نفوذ او کنټرول د دې لامل شوى چې د میتراب په نوم دغه اله ځای پر ځای نه شي.

انجنير کبیر وويل، که دولت د دهراوود ولسوالۍ کجکې بند ته څېرمه د الې نصبېدو ځانکړی ځای امنیت خوندي کړي، نو دوی چمتو دي چې د مسلکي انجنيرانو یوه ډله سیمې ته ولېږي او دغه اله ځای پر ځای کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.