ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې فرهنګي اوونۍ پيل شوه

بلخ کې فرهنګي اوونۍ پيل شوه

author avatar
20 Nov 2019 - 17:27
بلخ کې فرهنګي اوونۍ پيل شوه
author avatar
20 Nov 2019 - 17:27

مزارشريف (پژواک، ۲۹ لړم ۹۸): د بلخ فرهنګي اوونۍ په نوم د هنري پروګرامونو دغه لړۍ په مزارشريف کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مرستيال محمد رسول باوري، شاعرانو او فرهنګيانو له خوا پيل شوه.

د دې اوونۍ په ترڅ کې به مشاعره، د بلخ د تاريخي ابدو په اړه علمي سيمينار، د لاسي او کرنیزو توليداتو نندارتون، موسيقي او يو شمېر نور پروګرامونه    جوړ شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال رسول باوري د بلخ فرهنګي اوونۍ په مناسبت د لاسي صنايعو او کرنیزو توليداتو نندارتون کې وويل چې د دغو پروګرامونو له لارې غواړي څو د افغانستان، په ځانګړي ډول د بلخ فرهنګ بيا را ژوندی کړي.

باوري وويل چې بلخ د مهمو او تاريخي ابداتو په لرلو سره د توريستانو لپاره مهم ځای دی.

هغه زياته کړه چې په بلخ ولايت کې د نا امنيو او جګړو ترڅنګ بيا هم هنري فعاليتونه ژوندي دي.

د باوري په خبره، دوی په هېواد کې د هنر او فرهنګ ودې لپاره ژمن دي.

مزارشريف کې مېشته افغان هنرمنده رمزيه عسکر زاده وايي چې دا ډول پروګرامونه د افغان هنرمندانو له اثارو سره د خلکو اشنا کېدو سره مرسته کولای شي.

هغې چې په هنري او کرنيز نندارتون کې يې په خپل لاس جوړې شوې تابلوګانې نندارې ته ايښې وې، له حکومته يې غوښتنه وکړه چې لاسنيوی يې وکړي.

د دې په وينا، دا غواړي چې د خپل هنر له لارې د سولې او زغم ذهنيت ته په ټولنه کې وده ورکړي.

دغه افغان هنرمنده همدا راز د خپلو فعاليتونو د پراختيا لپاره د امنيت او ثبات غوښتنه کوي.

مزارشريف کې د سلطان لبنياتو شرکت د پلور مسوول محمد حسين پژواک ته وويل چې په دغه نندارتون کې يې د خپل شرکت توليدات نندارتې ته ايښي دي.

مستې، پنير، کوچ او کورت هغه توليدات دي چې دغه نندارتون کې ايښودل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.