ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په خوږیاڼو کې د امنیتي ځواکونو پر ډزو دوه ملکي وګړي وژل شوي

د غزني په خوږیاڼو کې د امنیتي ځواکونو پر ډزو دوه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
20 Nov 2019 - 13:47
د غزني په خوږیاڼو کې د امنیتي ځواکونو پر ډزو دوه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
20 Nov 2019 - 13:47

غزني ښار (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): د غزني د خوږياڼو ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو د يوه اعتراض په ترڅ کې وويل، په سیمه کې یې د امنيتي ځواکونو له خوا دوه کسان چې زوى او مور وو، وژل شوي او د دې پېښې د جدي څېړنې غوښتنه یې وکړه.

د يادو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې د خوږياڼو ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو نن داسې مهال د غزني ولايت مقام مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه چې جنازې هم ورسره وې.

د اعتراض کوونکو له ډلې عبدالله پژواک ته وويل چې پرون وسله والو طالبانو د خوږياڼو ولسوالۍ په سرې کلا سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريد وکړ.

هغه وايي چې د طالبانو له بريد وروسته امنيتي ځواکونو د کلي پر کورونو د ډيسي توپ ډزې وکړې.

د نوموړي په وينا، د توپ يوه مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې يوه مور او پنځه کلن زوى یې وژل شوي او يوه غوا يې هم له منځه تللې ده.

هغه زياته کړه: ((موږ دلته راغلي يو، خپل فرياد مو راوړى دى، دغه موضوع بايد جدي وڅېړل شي.))

دغه راز بل اعتراض کوونکي رحمت الله هم وويل چې دغه کسان د امنيتي ځواکونو د ډزو له امله وژل شوي دي.

هغه وايي: ((طالبان او حکومت بايد نور جنګونه غرونو ته يوسي، د کلو په منځ کې بايد نور جنګ ونه کړي.))

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد دغه مسئله جدي وڅېړي او عاملين یې بايد د قانون منګلو ته وسپاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.