د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د میرزاخان روښاني د څلورسوم تلین په مناسبت علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو

د میرزاخان روښاني د څلورسوم تلین په مناسبت علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو

Nov 20, 2019 - 17:13

کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو نړیوال مرکز له خوا د میرزاخان روښاني د څلورسوم تلین (١٠٤٠- ١٤٤٠هجري قمري) په مناسبت علمي- څېړنیز سیمینار نن په علومو اکاډمي کې ترسره شو.

په دغه سيمينار کې د علومو اکاډمي پر علمي غړو سربېره د يو شمېر دولتي پوهنتونونو استادانو او له پښتونخوا څخه راغلو پوهانو  برخه اخيستې وه.

ميرزا خان روښاني (انصاري) د روښاني كورنۍ تكړه غړى او شاعر دى. دى د پير روښان لمسی او د نورالدين زوى دى.

د ولسمشر محمد شرف غني پيغام چې په اړه يې ولوستل شو، راغلي و، ميرزاخان انصاري د روښاني غورځنګ يو پياوړی شاعر او مهم ادبي شخصيت و چې علمي، ادبي او ملي شخصيت يې بېلا بېل ابعاد لري.که څه هم د روښانیانو، روښاني نهضت او د روښان د فکري او عرفاني لارې په باب په وروستیو دوو پېړیو کې د پوهانو له خوا پراخې څېړنې شوې دي، مګر د روښان او روښانیانو د فرهنګي، ټولنیز او عرفاني لید د واقعي څېرې ښوول د ډېرو نورو مدارکو لټون او نویو علمي کارونو ته اړتیا لري.

د ده په وينا، د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا د ميرزاخان انصاري د څلورسوم تلين په مناسبت سيمينار، پوهانو ته يوه ښه زمينه برابره کړې ده چې د روښانيانو او روښاني نهضت د لارويانو په باب نوې او مستندې څېړنې وکړي او له نويو زاويو د روښاني دورې آثار وڅېړي چې د دوی څېړنې به د پخوانيو څېړنو بشپړوونکې وي.

د علومو اکاډمي سرپرست رييس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب پرانيستونکې وينا وکړه او ويې ويل: (میرزا خان انصاري د پیاوړي علمي روحاني شخصیت ترڅنګ ښه عارف او متصوف شاعر هم  و، د ده په باب د اشعارو د راپاتې دېوان (چې په افغانستان او پښتونخوا کې څو ځله چاپ شوی) پر مطالعې سربېره د شاعر د خپلو هممهالو پیاوړو روښاني  شاعرانو (مخلص، دولت لواڼی، واصل او ...) او همدارنګه را وروسته کلاسیکو نوماندو شاعرانو، لکه خوشحال بابا، رحمان بابا، هجري، کاظم خان شيدا او نورو له منظونو ستاینو، یادونو او شاعرانه قضاوتونو څخه جوتیږي چې نوموړی د پښتو ادب د کلاسیکې دورې، په ځانګړې توګه د روښاني ادبي- عرفاني تصوفي مکتب پیاوړی استازی، علمي، ادبي، فرهنګي شخصیت دی. د اشعارو منځپانګه یې په واقعیت کې د حضرت روښان پیر د فکري او عقیدتي، تصوفي ــ عرفاني لارې اړوند مسایل دي چې دوی د شعر په خوږه او رنګینه ژبه بیان کړي دي.)

ده زياته کړه، د افغانستان د علومو اکاډمي ویاړي چې نن د روښاني ادبي مکتب د دغه پیاوړي عارف او متصوف شاعر د څلورسوم تلین په مناسبت د یوه علمي ـ څېړنیز سیمینار کوربه دی او تاسې درانه پوهان، څېړونکي او لیکوال مو رابللي یاست.

شکيب وايي: ((موږ په دې باور یو چې دې علمي- څېړنیز سیمینار ته لیکل شوې مقالې او ویناوې به د روښاني ادبي، عرفاني، تصوفي مکتب د دغه پیاوړي شاعر د ژوند او افکارو په باب ډېر تیاره ګوټونه روښانه او د سیمینار د مقالو ټولګه به د ادب زده کړیالانو، استادانو، څېړونکو، د عرفاني ـ تصوفي ادبیاتو د مطالعې عامو مینه والو ته یوه ګټوره علمي ـ ادبي معلوماتي سرچینه شي.))

په دې ناسته کې د دوو علمي ناستو په ترڅ کې د ميرزا خان روښاني د ژوند، آثارو او افکارو په اړه د پوهانو او څېړونکو له خوا مقالې ولوستل شوې.

د دې سيمینار په پای کې پرېکړه ليک ولوستل شو چې په کې راغلي و، چې د ميرزاخان انصاري د ديوان متن دې د علومو اکاډمي د کتابتون د قلمي نسخې پربنسټ برابر او چاپ شي؛ د روښاني مکتب د تصوفي اصطلاحاتو قاموس دې تدوين او چاپ شي؛ د روښاني، ادبي او عرفاني مکتب د نورو نومياليو شاعرانو په اړه دې هم علمي – څېړنيز سيمينارونه جوړ شي.

په پرېکړه ليک زياته شوې، د علومو اکاډمي او د هېواد پوهنتونونو کې دې د مشهورو روښاني شاعرانو د ژوند، آثارو او افکارو په باب علمي – څېړنيزې پروژې او تيزسونه د استادانو او څېړونکو د علمي ترفيعاتو لپاره وسپارل شي؛ د ميرزاخان انصاري د مقبرې جوړولو هڅه دې وشي او د ميرزاخان انصاري د څلورسوم تلين سيمينار د مقالو ټولګه دې چاپ شي.

دغه راز په دې سيمينار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت، د د ښوونې او روزنې پوهنتون او د پښتونخوا د خان عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې پيغامونه ولوستل شول.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement