جلال اباد (پژواک، ۲۹ لړم ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال ۲۳ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دوی دغه راز په يادو عملياتو کې د وسله والو د يو شمېر وسلو، مهماتو او وسايطو ترلاسه کولو خبر هم ورکوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړمړ په ۲۹مه پژواک اژانس ته وويل، په شېرزادو ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له لوري د پيل شوو عملياتو پر مهال ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
دی همدا راز وايي، په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو اړوند دوه موټر، دوه موټرسايکل، دوه مخابرې او درې صوبه پرتلې هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په عملياتو کې یو شکمن کس نيول شوی چې پوښتنې ترې روانې دي.
ورته مهال په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن محمد هارون يوسفزي پژواک ته وويل، په شېرزادو کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو له لوري ياد عمليات شاوخوا يو مياشت وړاندې پيل شوي دي.
دی زياتوي، د دغو عملياتو په نتيجه کې امنيتي ځواکونه توانېدلي چې د شېرزادو لويه لاره د دولتي مامورينو پر مخ له پنځلس کلونو وروسته خلاصه کړي او هم د ولسوالۍ مرکز ته ځان ورسوي.
د هغه په وينا، په ياده لاره باندې پخوا نه دولتي مامورينو تګ راتګ کولی شو او نه هم امنيتي ځواکونو چې هغوی ته اکمالات د هوا له لارې کېدل.
دی وايي، پر دې سربېره د عملياتو پر مهال يو شمېر کلي هم تصفيه شوي او لا هم د نورو کليو د پاکولو عمليات روان دي چې د سيمو ساتلو لپاره به اته لوی امنيتي بېزونه او ګڼې پوستې ورغول شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن