ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو کمېسیون: د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش پروسه په ١٧ ولايتونو کې پاى ته رسېدلې

د ټاکنو کمېسیون: د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش پروسه په ١٧ ولايتونو کې پاى ته رسېدلې

author avatar
20 Nov 2019 - 17:59
د ټاکنو کمېسیون: د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش پروسه په ١٧ ولايتونو کې پاى ته رسېدلې
author avatar
20 Nov 2019 - 17:59

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۹۸): ټاکنو کمېسیون په ۱۷ ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې د پای ته رسېدو خبر ورکوي او وایي چې په اوو ولایتونو کې بیا د دغه بهیر مخه نیول شوې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون سرپرست ویاند ذبيح الله سادات د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وویل، د رایو تفتیش او بیاشمېرنه په ۱۷ ولایتونو کې پای ته رسېدلې او په لسو نورو ولایتونو کې دغه بهیر په عملي ډول روان دی.

هغه زیاته یې کړه چې دغه بهیر د ۳۴ ولایتونو له ډلې په فراه، کندوز، هرات، لوګر، کونړ، بادغيس، زابل، اروزګان، بامیان، لغمان، بلخ، میدان وردګ، نیمروز، سمنګان، دایکنډي، غور او نورستان ولایتونو کې پای رسېدلی دی.

د ده په وینا، په یادو ولایتونو کې د ۴۶۴۰ محلونو بیا شمېرنه شوې ده.

سادات وايي، په پنجشېر، فاریاب، سرپل، جوزجان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له مخالفت سره مخ شوی دی.

د هغه په خبره،  یاد بهیر همدا اوس په ۱۰ ولایتونو کې د ولسمشرۍ نوماندانو او ټاکنیزو ناظرینو، ټاکنیزو شکایاتو ته د رسېدنې کمېسیون د استازو او مشاهدینو په حضور کې په عملي ډول روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې دغه بهیر د لړم په ۱۸مه په ۳۴ ولایتونو کې پیل او په یوشمېر ولایتونو کې د ځینو ټاکنیزو ټېمونو له مخالفت سره مخ شو وروسته ټاکنو کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو غوښتونو ته د ځواب وېلو له امله دا بهیر بند کړ او هغوی ته له ځواب وېلو وروسته یې نن دویم ځل پیل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د روان کال د لړم په ۱۸مه د پاکو او ناپاکو رایو د جلا کولو لپاره د رایو ورکونې له ټولو۲۶۵۸۰ محلونو څخه د ۸۲۵۵ محلونو د تفتیش او بیا شمېرنې اعلان وکړ؛ خو  د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په مشرۍ ټاکنیزو ټېمونو یې مخالفت وکړ.

د ولسمشرۍ د ډېری ټيمونو د مخالفت له امله، ټاکنو خپلواک کمېسیون د راونې میاشتې په ۲۲مه د رایو تفتیش او بیا شمېرنه ودروله او اعلان یې وکړ چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به هم په ځنډ سره اعلان شي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون دوه ورځې وړاندې وویل چې د ټاکنیزو ټکټونو له استازو سره له دویم ځلي خبرو وروسته، د رایو ورکونې په پاتي محلونو کې د رایو د تفتیش بهیر بېرته پیلېږي.

ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شوې. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ پایلې یې د لړم په ۱۶ اعلانېدې؛ خو سرور ته له بایومټریک ماشینونو څخه د معلوماتو د انتقال د ځنډ له امله د ټاکنو لومړنۍ پایلې وځنډېدې.

ټاکنو خپلواک کمېسیون د لړم په پنځمه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په ۲۳مه اعلانوي؛ خو دا نېټه تر نا معلومې مودې بیا وځنډول شوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.