کابل (پژواک، ٢٩ لړم ٩٨): په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې د دوى د يوې څرخي الوتکې غورځېدو له امله دوه امريکايي سرتېري مړه شوي دي.
ويل کېږي چې یاده الوتکه د لوګر د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې تېره شپه يوه بجه لوېدلې ده.
د دې موضوع په اړه په کابل کې د امريکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره وايې چې د دې څرخکې لوېدو پېښه کې دوو امريکايي سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
په ياده خبرپاڼه کې د چورلکې غورځېدو د ځاى او وخت په اړه څه نه دي ويل شوي خو زياته شوې چې د پېښې د لاملونو په اړه پلټنې روانې دي.
سرچينه زياتوي، د لومړنيو معلوماتو له مخې، چورلکه د وسله والو مخالفينو د ډزو له امله نه ده لوېدلې.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې د امريکا د ملي دفاع وزارت د پاليسۍ له مخې، دوی تر ٢٤ ساعتونو پورې نه شي کولاى د وژل شوو سرتېرو هويت په ډاګه کړي.
د لوګر حکومتي مسوولينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو بل لور ته طالبان بيا دغه پېښه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه د لوګر د څرخ ولسوالۍ په پنګرام سيمه کې د طالبانو، امريکايي او حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه ادعا کوي چې په دې جګړه کې طالبانو د امريکايي ځواکونو يوه څرخي الوتکه ويشتلې چې په کې ٥٤ افغان او بهرني سرتېري وژل شوي دي.
ده زياته کړه چې سيمه د امريکايي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او د خپلو وژل شوو کسانو د جسدونو پر انتقال بوخت دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن