جلال اباد (پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو عملياتو له چټک کېدو سره سم په دغه ولايت کې د داعش ډلې لسګونه کورنۍ او بهرني وسله وال له خپلو کورنيو سره دولت ته تسليم شول.
د تسليم شوو وسله والو کورنۍ نه پوهېږي چې دلته د څه لپاره راوستل شوې، اوس ولې حکومت ته تسليم شوې او راتلونکی ژوند به يې څرنګه وي.
په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوريه کې د داعش ډلې له حضور او د دې ډلې له برياو شاوخوا يو کال وروسته په افغانستان کې هم دغې ډلې د خراسان ولايت په نوم فعاليت پيل کړ او مرکز يې د ننګرهار اچين او هسکه مېنې ولسوالۍ و.
د دوى له فعاليت پيلېدو سره سم په خلکو کې وېره هغه وخت ډېره خپره شوه چې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د يو شمېر قومي مشرانو پر بمونو الوځولو ويډيو يې خپره کړه.
که څه هم د دې ډلې فعاليتونو ته تر ډېره د دولت د يوې پروژې په سترګه کتل کېدل، خو په ننګرهار کې له خونړيو ځانمرګو او ډله ييزو بريدونو وروسته، د دې ډلې پر وړاندې افغان حکومت پراخ عمليات پيل کړل.
د ننګرهار امنيتي سرچينې وايي چې په تسليم شوو کسانو کې د پاکستان، ايران، تاجکستان، ازربايجان، قزاقستان، مالديف او ازبکستان وسله وال شامل دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، سږ کال يې د دغو وسله والو د ځپلو په موخه په شينوارو او خوږياڼو زونونو کې عمليات پلان کړي وو چې پايله کې يې دې ډلې په ننګرهار کې بشپړه ماتې وخوړه.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، په تېره يوه اوونۍ کې د دې ډلې ۲۲۵ جنګيالي، ۱۹۰ مېرمنې او ۲۰۸ کوچنيان دوی ته تسليم شوي دي.
د داعش ډلې جنګيالي له کومه راتلل؟
د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډګر جنرال نظرعلي واحدي د پاکستان استخباراتي شبکه ( You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن