ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يونسېف: د جګړې ښکېلې خواوې دې د ماشومانو حقونه نه تر پښو لاندې کوي

يونسېف: د جګړې ښکېلې خواوې دې د ماشومانو حقونه نه تر پښو لاندې کوي

author avatar
20 Nov 2019 - 14:33
يونسېف: د جګړې ښکېلې خواوې دې د ماشومانو حقونه نه تر پښو لاندې کوي
author avatar
20 Nov 2019 - 14:33

مزارشريف (پژواک، ۲۹ لړم ۹۸): په شمال زون کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ يا يونسېف اداره وايي چې د جګړې ښکېلې خواوې دې د ماشومانو حقونه نه تر پښو لاندې کوي.

دغه اداره دغه راز له افغان حکومته غوښتنه کوي چې له ښوونځي محرومو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.

په شمال او شمال ختيځ زون کې د يونسېف ادارې مشر احمد د لړم په ۲۹مه په مزارشريف کې د ماشوم ورځې په نمانځنه کې وويل چې ياده اداره له افغان حکومت سره مرسته کوي چې ماشومانو ته په ښوونځيو او روغتيايي برخو کې اسانتياوې رامنځته کړي.

احمد زياته کړه چې لا هم د افغانستان په جګړو کې زياته برخه ماشومان قرباني کېږي.

نوموړي له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې د جګړې پر مهال دې د ماشومانو حقونه نه تر پښو لاندې کوي.

د هغه په خبره، حکومت بايد هغو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي چې د بېلابېلو دلايلو له امله ښه ښوونځي څخه پاتې وي.

د يونسېف ادارې مشر زياتوي چې په ټول افغانستان کې له درې ميليونه څخه زيات ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې په خبره يې يوه برخه يې په شمالي ولايتونو کې دي.

نوموړي همدا راز وويل چې د ښوونځيو ترڅنګ ماشومانو ته بايد په لرو پرتو سيمو کې ماشومانو روغتيايي اسانتیاوې هم برابر شي.

د هغه غوښتنه دا ده چې د جګړې ښکېل اړخونه بايد د ماشومانو حقوق خوندي کړي.

په ورته مهال د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي چې په دغه ولايت کې زيات شمېر ماشومانو د کورني اقتصادي ستونزې له امله پر درنو کارونو بوخت دي.

د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالمتين متين پژواک ته وويل، د دوی د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په مزارشريف ښار کې ۱۰۶۶ ماشومان د سړک غاړې پر درنو کارونو او ګدايګرۍ بوخت دي.

هغه زياتوي چې د بلخ د کار او ټولنيزو چارو رياست هڅه کوي څو د يو شمېر خيريه بنسټونو په مرسته د يادو ماشومانو له ډلې له ځینو سره چې ډېر مستحق دي، ژمنۍ مرستې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.