کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): د ملي دفاع سرپرست وزير متحده عربي اماراتو ته د رسمي سفر پر مهال د دغه هېواد له يو شمېر چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.
د دغه وزارت له خوا د لړم په ٣٠مه په يوه خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د اماراتو له وليعهد شيخ محمد بن زاهد ال نهيان سره په دوبۍ ښار کې وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراخوالي او له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.
د متحده عربي اماراتو ولیعهد له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز اسدالله خالد د متحده عربي اماراتو د وليعهد د ورور شيخ سلطان بن زايد ال نهيان په فاتحه کې ګډون وکړ او د دوی له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
د يو بل خبر له مخې، د ملي دفاع وزارت سرپرست متحده عربي اماراتو ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د دفاع له وزیر محمد البواردي سره هم ليدلي دي.
په دې لیدنه کې اسدالله خالد له خپل اماراتي سیال سره پر امنیتي او له تروریزم سره د مبارزې پر مسایلو بحث او خبرې اترې وکړې.
د متحده عربي اماراتو د دفاع وزیر وویل، هېواد یې له افغانستان سره د مرستو دوام ته ژمن دی.
د ملي دفاع وزارت سرپرست له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو له مرستو او همکاریو په مننې سره، د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا مهم او با ارزښته وبلله.
دغه راز اسدالله خالد د متحده عربي اماراتو له مرستيال لومړي وزیر شيخ منصور بن زايد ال نهيان سره هم د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پراختيا خبرې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن