ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: د بنديانو تبادله ښايي په افغانستان کې د اوربند او جګړې درېدو لامل شي

ټرمپ: د بنديانو تبادله ښايي په افغانستان کې د اوربند او جګړې درېدو لامل شي

author avatar
21 Nov 2019 - 10:06
ټرمپ: د بنديانو تبادله ښايي په افغانستان کې د اوربند او جګړې درېدو لامل شي
author avatar
21 Nov 2019 - 10:06

کابل (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان امريکايي پوهنتون د استادانو د خوشي کولو په اړه له ولسمشر اشرف غني د مننې ترڅنګ هيله څرګنده کړې چې دغه کار اوربند او افغان جګړې ختمولو ته لاره پرانيزي.

په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون دوه استادان (يو اسټراليايى او يو امريکايى) په ٢٠١٦ کال کې تښتول شوي وو چې پرون د طالبانو له څو بنديانو سره تبادله او خوشي شول.

د افغانستان حکومت دوه ورځې مخکې د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې مهم غړي له بګرامه خوشې کړل او قطر ته يې ولېږدول، له دې يوه ورځ وروسته طالبانو هم د کابل د افغان امريکايي پوهنتون دوه استادان چې يو يې امريکايي او بل اسټراليايي دي، خوشي کړل.

دغه راز طالبان په دې تبادله کې لس افغان پوځي افسران هم خوشي کړي دي.

په واشنګټن کې له سپينې ماڼۍ د لړم په ٣٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ د يادو استادانو د خوشي کېدو هرکلى کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه استادان اوس تر درملنې لاندې دي او د امريکا د حکومت له خوا ورسره نوره همکاري هم کېږي.

سپينې ماڼۍ ويلي چې پر دواړو استادانو سختې ورځې تېرې شوې او د هغوى د ژر رغېدا او له خپلو کورنيو سره د يو ځاى کېدو هيله يې څرګنده کړې ده.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یادو استادانو خوشي کولو له امله د افغانستان له حکومته مننه وکړه چې د ګډې همکارۍ د روحيې پر اساس د هغومی خوشي کېدل ممکن شول.

نوموړي دغه راز له افغان ولسمشره اشرف غني هم مننه کړې چې په دې او سولې په برخو کې یې په مېړانه اقدامات کړي دي.

د هغه په وينا، ولسمشر غني دوه کاله مخکې له کوم قيد او شرط پرته طالبانو ته د سولې د خبرو اترو وړانديز وکړ او د اخترونو پر مهال يې د اوربند اعلانونه وکړل.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((ولسمشر ټرمپ د خپل ولس له امنيت او خونديتوب پرته بل لومړيتوب نه لري، د امريکا حکومت تل هڅه کړې چې د خپلو او متحدينو وګړي په خوندي توګه خوشي کړي.))

سپينې ماڼۍ ويلي، د ولسمشر ټرمپ حکومت په دوامداره توګه پر دې کار کوي، څو يو ځل بيا پر امريکا له افغانستانه بريد ونه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.