ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شبرغان کې د ۴۰ ميلیونه ډالر په ارزښت د برق د تولید پروژه پرانیستل شوه

په شبرغان کې د ۴۰ ميلیونه ډالر په ارزښت د برق د تولید پروژه پرانیستل شوه

author avatar
21 Nov 2019 - 19:53
په شبرغان کې د ۴۰ ميلیونه ډالر په ارزښت د برق د تولید پروژه پرانیستل شوه
author avatar
21 Nov 2019 - 19:53

میمنه (پژواک ٣٠ لړم ۹۸): د ۴۰ ميلیونه امریکایي ډلرو په ارزښت د «بیات پاور» اړوند ګاز څخه د برېښنا د تولید پروژه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې له پرانیستې وروسته ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه نن پنجشنبې د ولسمشر د ستر سلاکار او د مالیې سرپرست وزير همایون قیومي جوزجان ولایت ته د خپل د سفر په لړ کې پرانیسته او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

قیومي چې د پروژې د پرانیستې په وخت یې خبرې کولې، وویل چې د بیات ګروپ د برق رسونې پروژه موږ ته ډېر اهمیت لري، ځکه د جوزجان د ګازو له طبيعي زېرمو څخه د برق د تولید لپاره استفاده کېږي.

هغه زیاته کړه: «هغه ټکنالوژي چې د دغې پروژې لپاره په کار وړل شوې، وروستنۍ تکنالوژي ده چې له ګازي سرچینو څخه د برق د تولید لپاره استفاده کېږي.»

نوموړی وایي، ټاکل شوې په راتلونکي کې دغې پروژې ته پراختیا ورکړل شي او د خصوصي سکټور په وسیله په شمال ولایتونو کې د برق د تولید لپاره پانګونه وشي.

قیومي زیاته کړه، له دې پروژې په لومړیو کې ۴۰ مېګا واټه برق تولیدېږي، وروسته دا شمېره ۲۰۰ مېګا واټه ته رسیږي.

نوموړي په ډاګه کړه چې له لمریزې برښنا، اوبيزو، بادي او ګازي سرچینو څخه د هېواد يه پنځو زونونو کې د دو زره مېګاواټه برېښنا څخه د استفادې په پلان کار روان دی او ټاکل شوې چې هر زون ته سل مېګاواټه برېښنا ورکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي په دغو مراسمو کې وویل چې اوس مهال د برق د تولید لپاره له لمریزو سرچینو په عملي ډول په کندهار کې ګټه اخیستنه پیل شوې ده او د برېښنا د تولید لپاره په اوبيزو، ګازي او بادي برخو کې ۳۷۰ ميلیونه ډالر پانګونه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «موږ له څو بهرنیو خصوصي کمپنیو سره خبرې وکړې او هغوی لېوالتیا لري څو د برق رسونې په برخه کې چې پانګونه وکړي چې په دې وسیله به هم خلک د برق له انرژي مستفيد شي او هم به د یوشمېر نورو لپاره د کار زمینه برابره شي.»

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزی د دغه ولایت د اتو لسوالیو د خلکو د ستونزو په اړه د برق انرژۍ ته د نه لاسرسي په اړه خبرې وکړې او ويې ویل چې د نفتو او مایع ګازو د تخنيکي سروې د کارکوونکو د کمښت ستونزې یې مرکز څخه راغلي پلاوي سره شریکې کړې.

نوموړي په شبرغان ښار کې د سمنټو فابریکې د جوړولو په اړه د مالیې وزیر ته وړاندیز وکړ او ويې ویل، د سمنټو خام مواد چې د جوزجان ولایت په اطرافو کې موجود دي، هغه سروې چې په دې اړه شوې، ښیي چې دا مواد د پاکستاني فوجي سمنټو څخه ښه کیفیت لري.

د جوزجان والي وویل چې د مزار شريف د کوډ برق فابريکې ته د ګازو صادرات د افغان ګاز د تصدۍ د ریاست لپاره ښه عایدات کېږي، حداقل د هغو لس سلنه دې د جوزجان ولایت انکشافي پروژو ته ځانګړې شي څو په شبرغان کې بیارغونه چټکه شي.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.