ښرنه (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): د پکتيکا د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د سرروضې ولسوالۍ پوليسو د دې ولسوالۍ د پوهنې مدير او يو شمېر نور کارکوونکي ډبولي دي.
د پکتيکا د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نيسم واجد د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سرروضې ولسوالۍ پوليسو له کومې ګناه پرته د دې ولسوالۍ د پوهنې مدير فضل ربي او يو شمېر نور کارکوونکي وهلي دي.
ده وويل چې د ولايت مقام، امنيې قوماندانۍ او ملي امنيت بايد په دې اړه جدي څېړنې وکړي؛ ځکه هم د پوهنې د مدير سر مات دى او هم یې مېز او څوکۍ مات شوي دي.
دغه راز د سرروضې ولسوالۍ د پوهنې مدير فضل ربي پژواک ته وويل: ((موږ په خپل دفتر کې ناست وو چې يو ځل پوليس را ننوتل او بې پوښتنې يې ګوزارونه شروع کړل.))
هغه زياته کړه: ((وروسته بيا د ولسوالۍ امنيه قوماندان راغی، هغه يو ځل بيا پوليسو ته امر وکړ چې موږ ووهي او پوليسو هم ټول يو ځل بيا ووهل، زموږ د دې پېښې بايد جدي پوښتنه وشي.))
همدارنګه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عزيز عزيز پژواک ته وويل چې د يادې پېښې په غبرګون کې د سرروضې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي دوى ته په شکايت ورغلي دي.
هغه وويل: ((دغه قضيه بايد جدي وڅېړل شي؛ ځکه دغه شان قضيې د پوليسو زورواکي په ډاګه کوي.))
د سرروضې ولسوالۍ د پوليسو مسوولينو د يادې پېښې په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
خو د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين پژواک ته وويل چې د سرروضې د پوهنې مدير سر پوليسو نه دى مات کړى.
هغه وايي: ((مدير خپل سر په خپله مات کړى، موږ دغه قضيه جدي څېړو، هر څوک چې ملامت و، جزا به وګوري.))
د يادونې ده، له دې مخکې هم په پکتيکا کې د پوليسو له لوري ورته پېښې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن