اسعد اباد (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): په کونړ ولايت کې له هغو سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې چې په دې وروستيو کې د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړو له امله بېځايه شوي وو.
د دغه ولايت د کډوالو چارو ادارې مشر عبدالرشید ساپي د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږ کال په کونړ ولایت کې د جنګ جګړو له امله ۶۵۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي.
هغه زياته کړه چې له دې څخه شاوخوا ١٢٠٠ کورنيو سره د يو شمېر مرستندويه ادارو له خوا د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
ساپی زیاتوي، له دغو کورنیو سره د روغتیا خدمتونو نړیوالې ادارې (IMC) له خوا دوه، دوه سوه امریکايي ډالر د ژمي د را رسېدو په مناسب مرسته وشوه.
د وټه پور ولسوالۍ يوه بېځایه شوي کډوال دوران د مننې ترڅنګ وويل چې دوى نورو مرستو ته هم اړتيا لري.
هغه زياته کړه چې حکومت دې يې سيمې له وسله والو پاکې کړې، څو دوى وکولى شي بېرته خپلو سيمو ته ولاړ شي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د دې مرستو د وېش پر مهال وويل چې دغه کورنۍ د داعش او طالبانو د خپل منـځي جګړو له امله بې ځايه شوي وو.
هغه ژمنه وکړه چې له دغو کورنيو سره به نورې مرستې هم وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن