ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ادیب فهیم له خپلې دندې استعفاه وکړه

ادیب فهیم له خپلې دندې استعفاه وکړه

author avatar
21 Nov 2019 - 14:09
ادیب فهیم له خپلې دندې استعفاه وکړه
author avatar
21 Nov 2019 - 14:09

کابل (پژواک، ۳۰ لړم ۹۸): د ملي امنیت عمومي ریاست لومړي مرستیال ادیب فهیم له خپلې دندې استفاه وکړه.

ولسمشرۍ ته د نوموړي استول په شوې استعفاه پاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي: «د یو شمېر عذرونو له امله نه شم کولای په دغه ډېر مهم ارګان کې نور خپلې دندې ته دوام ورکړم، خو د افغانستان د نوي نسل د یوه غړي په توګه د ملت او دولت په لوړو هیلو کې ځان شریک بولم او تل به په دې اړه هڅه کوم.»

د ادیب فهیم د استعفا پاڼې په متن کې چې د لړم په ۲۹مه ارګ ته استول شوې، زیاته شوې چې څلور کاله یې د ملي امنیت د عمومي ریاست د لومړي مرستیال په توګه په ټول توان له هېواد، خاورې او خپل ملته دفاع وکړه.

ادیب فهیم د افغانستان د مخکني ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم زوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.