کابل (پژواک، ٣٠ لړم٩٨): د کورنیو چارو وزارت د امريکا د سیګار ادارې له هغه راپوره هرکلى کړى چې په کې یې د کورنیو چارو وزارت د اصلاحاتو لړۍ بریالۍ بللې ده.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې (سیګار) په خپل وروستي راپور کې د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د تدارکاتو، مالي، لوژستیک او ټول وزارت په کچه د اصلاحاتو له راوستو ستاینه کړې ده.
د ياد وزارت له خوا د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د هغو کړو ژمنو او تعهداتو پر اساس چې د افغانستان له خلکو، نړیوالې ټولنې او ستراتیژیکو همکارنو سره یې لري، له هغې ډلې یو یې په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو پیل دی چې کورنیو چارو وزارت یې یوه ښه بېلګه ده.
سرچينې زياته کړې، سیګار په خپل راپور کې لیکلي چې د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو د لړۍ له پیله تر اوسه د ۲۷ ولایتونو د امنیې قوماندانانو پر ګومارنې سربېره چې د ظرفیت، مسلکي توب، ژمنتیا او باور له مخې پر دندو ګومارل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دغه اصلاحات له درنو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د چټکو ګامونو پورته کېدل، د تدارکاتي لړۍ روڼتیا، د امنیه قوماندانانو لپاره له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د کورسونو پرانیستل، د اداري فساد پېژندنې لپاره د نوو میتودونو رامنځته کېدل او د جنسیتي برابرۍ (جندر) په برخه کې پرمختګونه یادولای شو.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت رهبري د افغانستان خلکو، نړیوالې ټولنې او خپلو ستراتیژیکو همکارانو ته یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو پیل شوې لړۍ به تر دې لا ګړندۍ شي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن