ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت د اصلاحاتو په برخه کې د سيګار د راپور هرکلى وکړ

د کورنيو چارو وزارت د اصلاحاتو په برخه کې د سيګار د راپور هرکلى وکړ

author avatar
21 Nov 2019 - 14:06
د کورنيو چارو وزارت د اصلاحاتو په برخه کې د سيګار د راپور هرکلى وکړ
author avatar
21 Nov 2019 - 14:06

کابل (پژواک، ٣٠ لړم٩٨): د کورنیو چارو وزارت د امريکا د سیګار ادارې له هغه راپوره هرکلى کړى چې په کې یې د کورنیو چارو وزارت د اصلاحاتو لړۍ بریالۍ بللې ده.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې (سیګار) په خپل وروستي راپور کې د کورنیو چارو وزارت په بېلابېلو برخو، په ځانګړې توګه د تدارکاتو، مالي، لوژستیک او ټول وزارت په کچه د اصلاحاتو له راوستو ستاینه کړې ده.

د ياد وزارت له خوا د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د هغو کړو ژمنو او تعهداتو پر اساس چې د افغانستان له خلکو، نړیوالې ټولنې او ستراتیژیکو همکارنو سره یې لري، له هغې ډلې یو یې په امنیتي بنسټونو کې د اصلاحاتو پیل دی چې کورنیو چارو وزارت یې یوه ښه بېلګه ده.

سرچينې زياته کړې، سیګار په خپل راپور کې لیکلي  چې د کورنیو چارو په وزارت کې د اصلاحاتو د لړۍ له پیله تر اوسه د ۲۷ ولایتونو د امنیې قوماندانانو پر ګومارنې سربېره چې د ظرفیت، مسلکي توب، ژمنتیا او باور له مخې پر دندو ګومارل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دغه اصلاحات له درنو جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د چټکو ګامونو پورته کېدل، د تدارکاتي لړۍ روڼتیا، د امنیه قوماندانانو لپاره له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د کورسونو پرانیستل،  د اداري فساد پېژندنې لپاره د نوو میتودونو رامنځته کېدل او د جنسیتي برابرۍ (جندر) په برخه کې پرمختګونه یادولای شو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کورنیو چارو وزارت رهبري د افغانستان خلکو، نړیوالې ټولنې او خپلو ستراتیژیکو همکارانو ته یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو پیل شوې لړۍ به تر دې لا ګړندۍ شي او له فساد سره د مبارزې په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.