ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي

لوګر کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي

author avatar
21 Nov 2019 - 12:05
لوګر کې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي
author avatar
21 Nov 2019 - 12:05

پل علم (پژواک، ٣٠ لړم ٩٨): د لوګر په مرکز او محمد اغې ولسوالۍ کې د ١٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر پروژو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر والي محمد انور اسحاقزي وويل چې په مرکز پل علم او محمد اغې ولسوالۍ کې د ١٤ رغنيزو پروژو ترسره کېدو چارې پيل شوې.

هغه وويل چې په دغو پروژو کې د کاريزونو جوړول، د څاګانو کيندل، د اوبو کانالونه او د لارو جوړولو شامل دي چې ١٢٠ ميليونه افغانۍ پرې لګول کېږي.

د نوموړي په وينا، د دغو پروژو چارې به د يوه کال په موده کې بشپړي شي چې په ترڅ کې به يې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

اسحاقزى وايي چې د دغو پروژو مالي لګښت د کليو پراختيا وزارت له خوا ورکول کېږي.

دغه راز په دې غونډه کې د لوګر ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي وويل چې د کانالونو جوړول او د اوبو څاګانو کيندل د خلکو له لومړيتوبونو دي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به يې يادې ستونزې هوارې شي.

هغه زياته کړه: ((د دغه شان پروژو پلې کول د خلکو او دولت ترمنځ واټن کموي او خلک ورته ډېر خوشحالېږي.))

همدارنګه د محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکي نصرت الله وويل چې په دې ولسوالۍ کې ګڼ شمېر خلک د پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

هغه وايي: ((همدا اوس ډېر خلک پاکې اوبه نه لري، په ځينو ځايونو کې همدا اوس هم خلک د ويالي له اوبو استفاده کوي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره به دغه مشکل انشاالله تر ډېره حل شي.))

د يادونې ده، دا مهال په لوګر کې د پوهنې رياست له لوري د شپږ سوه ميليونه افغانيو په لګښت د ښوونځيو لپاره د ودانيو د جوړولو چارې هم روانې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.