د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په شبرغان کې د ۴۰ ميلیونه ډالر په ارزښت د برق د تولید پروژه پرانیستل شوه

په شبرغان کې د ۴۰ ميلیونه ډالر په ارزښت د برق د تولید پروژه پرانیستل شوه

Nov 21, 2019 - 19:53

میمنه (پژواک ٣٠ لړم ۹۸): د ۴۰ ميلیونه امریکایي ډلرو په ارزښت د «بیات پاور» اړوند ګاز څخه د برېښنا د تولید پروژه د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې له پرانیستې وروسته ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه پروژه نن پنجشنبې د ولسمشر د ستر سلاکار او د مالیې سرپرست وزير همایون قیومي جوزجان ولایت ته د خپل د سفر په لړ کې پرانیسته او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

قیومي چې د پروژې د پرانیستې په وخت یې خبرې کولې، وویل چې د بیات ګروپ د برق رسونې پروژه موږ ته ډېر اهمیت لري، ځکه د جوزجان د ګازو له طبيعي زېرمو څخه د برق د تولید لپاره استفاده کېږي.

هغه زیاته کړه: «هغه ټکنالوژي چې د دغې پروژې لپاره په کار وړل شوې، وروستنۍ تکنالوژي ده چې له ګازي سرچینو څخه د برق د تولید لپاره استفاده کېږي.»

نوموړی وایي، ټاکل شوې په راتلونکي کې دغې پروژې ته پراختیا ورکړل شي او د خصوصي سکټور په وسیله په شمال ولایتونو کې د برق د تولید لپاره پانګونه وشي.

قیومي زیاته کړه، له دې پروژې په لومړیو کې ۴۰ مېګا واټه برق تولیدېږي، وروسته دا شمېره ۲۰۰ مېګا واټه ته رسیږي.

نوموړي په ډاګه کړه چې له لمریزې برښنا، اوبيزو، بادي او ګازي سرچینو څخه د هېواد يه پنځو زونونو کې د دو زره مېګاواټه برېښنا څخه د استفادې په پلان کار روان دی او ټاکل شوې چې هر زون ته سل مېګاواټه برېښنا ورکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محمد ګل خُلمي په دغو مراسمو کې وویل چې اوس مهال د برق د تولید لپاره له لمریزو سرچینو په عملي ډول په کندهار کې ګټه اخیستنه پیل شوې ده او د برېښنا د تولید لپاره په اوبيزو، ګازي او بادي برخو کې ۳۷۰ ميلیونه ډالر پانګونه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه: «موږ له څو بهرنیو خصوصي کمپنیو سره خبرې وکړې او هغوی لېوالتیا لري څو د برق رسونې په برخه کې چې پانګونه وکړي چې په دې وسیله به هم خلک د برق له انرژي مستفيد شي او هم به د یوشمېر نورو لپاره د کار زمینه برابره شي.»

د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزی د دغه ولایت د اتو لسوالیو د خلکو د ستونزو په اړه د برق انرژۍ ته د نه لاسرسي په اړه خبرې وکړې او ويې ویل چې د نفتو او مایع ګازو د تخنيکي سروې د کارکوونکو د کمښت ستونزې یې مرکز څخه راغلي پلاوي سره شریکې کړې.

نوموړي په شبرغان ښار کې د سمنټو فابریکې د جوړولو په اړه د مالیې وزیر ته وړاندیز وکړ او ويې ویل، د سمنټو خام مواد چې د جوزجان ولایت په اطرافو کې موجود دي، هغه سروې چې په دې اړه شوې، ښیي چې دا مواد د پاکستاني فوجي سمنټو څخه ښه کیفیت لري.

د جوزجان والي وویل چې د مزار شريف د کوډ برق فابريکې ته د ګازو صادرات د افغان ګاز د تصدۍ د ریاست لپاره ښه عایدات کېږي، حداقل د هغو لس سلنه دې د جوزجان ولایت انکشافي پروژو ته ځانګړې شي څو په شبرغان کې بیارغونه چټکه شي.  

د مالیې وزیر د افغانستان د ولسمشرۍ د لېږل استازي په استازیتوب وویل چې د دغه وړاندیز په اړه غور کوي او له اړوندو وزارتونو سره د تفاهم په صورت کې د ستونزو په اړه د قانون په رڼا کې لازم اجراات کېږي.

خو د جوزجان د برېښنا رییس انجنیر سید منصور پویا وویل: «هغه ستونزه چې د بیات پاور شرکت یې لري، دا ده چې یواځې په شبرغان ښار کې یې یو توربین فعال کړی دى.»

نوموړي زیاته کړه چې د دغې ستونزې له امله یې له ترکمنستان هېواد سره د برق د واراتو تړول لغوه نه کړ، که دا توربین له تخنیکي ستونزې سره مخامخ شي، د ترکمنستان د برق د انرژۍ په وسیله کولای شي د جوزجان ولایت خلکو او دوو نورو ولایتونو ته په یوه وخت برېښنا ورکړي.

هغه زیاته کړه، د بیات پاور ګروپ له برېښنا څخه چې ۴۰ مېګا واټه دی، د هغو ۲۳ مېګا واټه جوزجان، شپږ مېګاواټه سرپل او ۱۱ مېګاواټه فاریاب ولایت ته ورکړل شوې ده.

د ده په خبره، د بیات پاور ګروپ د توربین پر فعالولو سربېره به د برېښنا د لګښت د پیسو کې ډېر توپیر راشي.

هغه وویل، اوسهال د برېښنا وېش له مخکینۍ لایحي سره سم پیلېږي، د دوکانونو لپاره ۷.۷۵ افغانۍ او کورونو لپاره ۳.۳۸ افغانۍ دي.

په جوزجان کې لږ تر لږه سل زره کسان د برېښنا انرژۍ ته لاسرسی لري چې مرکز، اقچې او خواجه دوکوه دوې ولسوالۍ په کې شاملې دي او د اتو ولسوالیو اوسېدونکي د برېښنا له انرژۍ محروم دي.

خو د مالیې وزير له وزير د مل پلاوي یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک ته وویل چې جوزجان ولایت ته د ولسمشر د رالېږل پلاوي راتګ موخه له عبدالرشید دوستم سره لیدنه او د لسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې اترې وې چې دا موضوع د دوستم له خو رد شوې ده.

خو قیومي د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې په دې اړه غبرګون ونه ښود.

خو د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد «ته ینج» وایي، د مرکز لېږل پلاوي پرله پسې له جنرال دوستم نه وغوښتل څو په ځينې مسایلو خبرې وکړي، خو جنرال دوستم له وړاندې په په شبرغان ښار کې د ولسي جرګې له غړو سره په لیدنه کې د ټاکنو په اړه خپل موقف اعلان کړی و.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement