کابل (پژواک د لیندۍ لومړۍ نېټه): د افغانستان او چین د دولتونو او خصوصي سکټورونو ترمنځ د دوه عشاریه دوه ميلیارده ډالرو په د وچې مېوې د صاداراتو په برخه کې د پنځو کلونو لپاره تړون لاسلیک شو.
دغه تړون د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې په همغږۍ، د تجارت او صنایعو وزارت، کرنې وزارت، بیجینګ کې د افغانستان مېشت سفارت، افغاني خصوصي سکټور او د چین دولت او خصوصي سکټور ترمنځ د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
د چارو د ادارې لوی ریاست تخنیکي مرستیال خان ولي خان بشرمل ویلي، په دغسې تړونونو سره افغاني تولیدات او صادرات پراخه وده مومي او د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.
ددې ادارې د ملي پروژو د انسجام او د پانګونې د ملاتړ ریاست رئیس عبدالباری بلوڅ بیا وايي، افغانستان له چین سره په اقتصادي راکړه ورکړه کې مهم ملګری دی او دغسې اړیکې به د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو تر منځ لا وده وکړي.
ده زياته کړې، پر پورتني تړون سربیره د افغانستان او چین ترمنځ به د بادامو او پستې د صاداراتو یو بل هوکړه لیک هم په نږدې وخت کې لاسلیک شي.
د افغانستان او چین دولتونو او خصوصي سکټور ترمنځ د دغه تړون لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې لوی ریاست له خوا چین ته ځانګړی پلاوی تللی دی.
د دغه پلاوي مشر ډاکتر مجاهد شاه کریمي وايي: "موږ راغلي یو د حکومت هغه نظر چې د سولې او سوداګرۍ، د سیمې ګډو ګټو او افغانستان د سیمې د هېوادونو د وصل کوونکي هېواد په اړه یې لري، چین ته انتقال کړو."
د سرچینې معلوماتو له مخې، له دې تړون سره به له افغانستانه ۶۲ زره میټریک ټنه جلغوزي چین ته صادریږي.
د افغانستان او چین تر منځ سوداګریزې اړیکې وروسته له هغې زیاتې شوې چې ولسمشر غني د ۲۰۱۸زېږدیز کال په نومبر میاشت کې د افغان - چین هوايي دهلیز پرانېست.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن