کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٨): زلمي خلیلزاد د طالبانو له خوا د لسو افغان سرتېرو ازادولو هرکلى کړی او وايي، په دغه کار سره تاوتریخوالی کمېږي او د سیاسي جوړجاړي پروسه کې چټکتیا راولي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد تېره شپه په یوه ټويټ کې د طالبانو له خوا د ۱۰ افغان سرتېرو د خوشي کولو د خبر هرکلی کړی دی.
ده ویلي، دغه اقدام له هغه وروسته وشو چې افغان دولت د طالبانو بندیان خوشي کړل او طالبانو د حسن نیت په بېل اقدام کې د دوى دوه پروفیسوران خوشي کړل.
هغه زياته کړې، دغه اقدامات به د دې لامل وګرځي چې تاوتریخوالی کم شي او د داسې یوه سیاسي جوړجاړي بهیر ګړندی کوي چې په کې د افغانستان دولت، طالبان او نور مشران ګډون ولري.
افغان حکومت د لړم میاشتې په ۲۷مه د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې مهم غړي له بګرامه خوشي کړل او قطر ته يې ولېږدول.
انس حقاني په ٢٠١٤زېږدیز کال کې په بحرين کې له نيول کېدو وروسته قطر او بيا افغانستان ته لېږدول شوی و.
له دې يوه ورځ وروسته طالبانو د افغان امريکايي پوهنتون دوه استادان چې یو امريکايي او بل اسټراليايي دي، خوشي کړل.
دغه کسان په ٢٠١٦ زېږدیز کال کې وسله والو طالبانو تښتولي وو او د هغوى د خوشي کولو په بدل کې يې د انس حقاني خوشي کېدل غوښتل.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن