ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په دوو ترافیکي پېښو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په دوو ترافیکي پېښو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
22 Nov 2019 - 14:23
په دوو ترافیکي پېښو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
22 Nov 2019 - 14:23

سمنګان (پژواک د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٨): د سمنګان مسوولين وايي چې د دې ولايت په دوو ترافیکي پېښو کې څلور تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د دې ولايت د امنیه قوماندانۍ ویاند منیر رحیمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړۍ پېښه تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې په دلخکي کوتل سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یو ټیلر موټر چې له موټر سایکل سره یې ټکر کړی، په کې دوه تنه موټر سایکل سپاره مړه شوي دي.

ده دغه راز وويل، د ایبک ښار په لرغان سیمه کې د یوې بلې ترافیکې پېښې له امله چې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې، دوه تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.