د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د بلخ امنیه قوماندانی: د لاریون په بهانه چاته د لارو تړلو اجازه نه ورکوو

د بلخ امنیه قوماندانی: د لاریون په بهانه چاته د لارو تړلو اجازه نه ورکوو

Nov 22, 2019 - 20:12

مزارشريف ( پژواک، ۱ليندۍ، ۹۸) د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري وايي، چې د قانون له مخې لاريون کول د هر چا حق دی؛ خو زياتوي، چې دوی به چاته د لويو لارو د تړلو اجازه ورنکړي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وکړې، چې  نن د ليندۍ په لومړۍ نېټه د نظام الدين قيصاري يو شمېر پلويانو د څو ساعتونو لپاره د مزار – شبرغان لويه لاره تړلې وه.

د حميد الله په نوم يو تن لاريون کوونکي پژواک ته وويل، چې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په موخه يې اعتراض کړی دی.

نوموړی وايي، چې د بلخ ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان طوفان يې په لاره کې زوروي او پيسې ورنه اخلي.

هغه زياته کړه، چې د قوماندان طوفان په ګډون د بلخ يو شمېر چارواکي اوس غواړي، چې د مزار ښار د زاړه کمربند په ساحه کې د دوی ځمکې هم ونيسي.

په ورته مهال د بلخ امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل، چې لاريون کوونکی د نظام الدين قيصاري پلويان دي.

هغه زياته کړه  چې د مزار ښار زاړه کمربند ساحه کې يوه قطعه جنجالي ځمکه موجوده ده، چې ياده لانجه د همدې ځمکې پر سر راپورته شوې ده.

د قادري په خبره هر څوک د قانون په رڼا کې د لاريون حق لري؛ خو زياتوي، چې چاته به اجازه ورنکړي چې لويې لارې وتړي.

د هغه په وينا د بلخ سيمه ييزې ادارې پريکړه کړې، چې د دغې ځمکې د جنجال تر حل کېدو پورې به څوک هلته ابادي نه کوي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې تړاو د نظام الدين قيصاري او طوفان قوماندان نظرونه واخلو‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍؛ خو له تماسونو سره سره هغوی خبرو ته حاضر نشول.
 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement