ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ له ولسمشر غني سره ټيلېفوني خبرو کې پر اوربند ټینګار کړی

ټرمپ له ولسمشر غني سره ټيلېفوني خبرو کې پر اوربند ټینګار کړی

author avatar
22 Nov 2019 - 10:09
ټرمپ له ولسمشر غني سره ټيلېفوني خبرو کې پر اوربند ټینګار کړی
author avatar
22 Nov 2019 - 10:09

کابل (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ٩٨): د امريکا ولسمشر سربېره پر دې چې ولسمشر غني ته يې واشنګټن ته د رسمي سفر بلنه ورکړې، وايي، د سولې بهير د برياليتوب لپاره او په دې پروسه کې د افغان حکومت مديريت او شموليت اړين دي او بايد سر له اوسه پيل شي.

له ارګه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دا مهال متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ ماښام د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د ټيلېفون په کرښه خبرې وکړې.

سرچينه زياتوي، په دې تفصیلي ټيلېفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې پروسې او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پرمختګونو بحث او خبرې وکړې.

سرچينه کاږي، د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خلاصون لپاره د افغانستان د ولسمشر له مرستې مننه وکړه.

د خبرپاڼې په حواله، دواړو لورو په بېلابېلو، په ځانګړي ډول په ننګرهار ولایت کې د داعش ترهګريزې ډلې د ماتې په برخه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه وستایل.

ولسمشر غني  د افغان حکومت د سولې اووه ماده ییز پلان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ته معلومات ورکړل چې په مقابل کې ولسمشر ټرمپ د سولې په خاطر د اساسي شرط په توګه پر حتمي اوربند ټینګار  وکړ او ويې ویل: ((د دې لپاره چې د سولې پروسه بریالۍ شي، په کې د افغان حکومت مدیریت او شمولیت حتمي دی او باید سر له اوسه پیل شي.))

په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ نهه پړاوه خبرې ترسره شوې، خو وروسته د امريکا د ولسمشر ټرمپ له خوا دغه خبرې ودرول شوې.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې ټيلېفوني اړیکې په پای کې ولسمشر ټرمپ د امریکا متحدو ایالتونو ته د یوه رسمي سفر په خاطر ولسمشر غني ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د ولسمشر له لوري ومنل شوه.

په کابل کې د افغان امريکايي پوهنتون دوه استادان (يو اسټراليايى او يو امريکايى) په ٢٠١٦ کال کې تښتول شوي وو چې وړمه ورځ (د لړم ٢٩مه) د طالبانو له څو بنديانو سره تبادله او خوشي شول.

د افغانستان حکومت مخکې د انس حقاني په ګډون د طالبانو درې مهم غړي له بګرامه خوشي کړل او قطر ته يې ولېږدول، له دې يوه ورځ وروسته طالبانو هم د کابل د افغان امريکايي پوهنتون دوه استادان چې يو يې امريکايي او بل اسټراليايي دي، خوشي کړل.

دغه راز طالبانو په دې تبادله کې لس افغان پوځي افسران هم خوشي کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.