ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«حکومت د قانون خلاف یو سلنه ډېر مخابراتي محصول اخلي»

«حکومت د قانون خلاف یو سلنه ډېر مخابراتي محصول اخلي»

author avatar
23 Nov 2019 - 19:37
«حکومت د قانون خلاف یو سلنه ډېر مخابراتي محصول اخلي»
author avatar
23 Nov 2019 - 19:37

کابل(پژواک، ۲ لیندۍ ۹۸): پژواک د چارو د شنونکو له خبرو ترلاسه کړې چې حکومت په شاوخوا څلورو کلونو کې له پېرېدونکو د مخابراتي محصول په نوم ۱۷۰ میلیون افغانۍ غیرقانوني اخیستې او دغه چاره دوام لري.

په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو په ټولو کاروونکو لس سلنه مخابراتي محصول وضع او د ۱۳۹۴ کال د تلې له لومړۍ نېټې راهیسې د اجرا وړ ګرځېدلى دى.

د مخابراتي چوپړ د محصول قانون په شپږمه ماده کې راغلي، د مخابراتي خدمتونو محصول لس سلنه دی.

مخابراتي خدمتونه هم د یاد قانون په درېیمه ماده کې مشخص شوي دي:"مخابراتي خدمتونه هغه دي چې د اپرېټر( مخابراتي خدمتونو د وړاندې کوونکو) په وسیله له سیم، راډیویي فرېکونسۍ او لمریزې انرژۍ څخه په استفاده په متني، انځوریز، غږیز یا نورو بڼو پېرېدونکو ته وړاندې کېږي او په دې کې ثابت ټيلېفوني خدمتونه، سیار ټيلېفوني (موبایل) خدمتونه، د هېواد په داخل کې رومنګ خدمتونه، نړیوال رومنک خدمتونه او د اجارې سرکتونه شامل دي."

دا په داسې حال کې ده چې هر پېرېدونکی چې د سلو افغانیو په ارزښت کرېډېټ کارت سیم کارت ته زیاتوي په خپل سري ډول ترې ۱۰ سلنه د مخابراتي محصول په نوم اخیستل کېږي.

خو د تفتیش ادارې سرمفتش سهراب وردګ وویل، په دغه حالت کې پېرېدونکي ته په حقیقت کې د ۹۰ افغانیو په اندازه خدمتونه وړاندې کېږي او باید نهه افغانۍ د مخابراتي محصول په توګه ورکړي، ځکه د یاد قانون په شپږمه ماده کې لس سلنه محصول «مخابراتي خدمتونه» قید شوي دي.

هغه زیاته کړه چې حکومت د قانون خلاف کله چې پېرېدونکی خپل حساب ته د ۱۰۰ افغانیو په اندازه کرېډېټ زیات کړي لس افغانۍ د مخابراتي محصول په نوم ترې اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې پېرېدونکی د یادو ۱۰۰ افغانیو له ډلې د ۹۰ افغانۍ په ارزښت مخابراتي خدمتونه ترلاسه کوي او باید د همدغو ۹۰ افغانۍ په اندازه محصول ورکړي.

د حقوقي چارو شنونکي قدرت الله حسرت هم د سهراب خبرې تایید او ویې ویل، قانون وضاحت لري چې مخابراتي محصول باید پېرېدونکو ته له وړاندې شوو خدمتونو ترلاسه شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.