ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن کابل ښار کې د ګاز بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې

د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن کابل ښار کې د ګاز بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې

author avatar
23 Nov 2019 - 16:13
د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن کابل ښار کې د ګاز بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې
author avatar
23 Nov 2019 - 16:13

کابل (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۸): تېرې شنبې ته په کتو، نن په کابل ښار کې د ګاز بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې؛ خو د اوړو، غوړو او سرو زرو بیې راټیټې شوې دي.

د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله، د یو کیلو ګرام مایع  ګاز بیه له ۵۰ څخه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي دګازو بیې د لوړوالي لامل په اړه پژواک ته وویل، له دې امله چې د ګازو بیه په صادرونکو هېوادونو، قزاقستان او ازبکستان کې لوړه شوې، د کابل ښار په بازارونو کې هم لوړه شوې ده.

خو د تېلو په بیه کې بدلون نه دی راغلی.

همدارنګه د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو د ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن لکه تېره شنبې، د یو لېتر پټرولو بیه ۵۱ افغانۍ او یو لېتر ډیزلو بیه ۴۸ افغانۍ ده.

په خوراکي توکو کې د اوړو او غوړو بیې لږ راټیټې شوې دي.

د کابل ښار د منډویي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک ته وویل، نن د تېرشنبې په پرتله ، د ۴۹ کیلو ګرامه عمده قزاقي اوړو بیه له ۱۶۵۰ څخه ۱۶۳۰ او د ۱۶ لېتره خورشید غوړو بیه له ۱۵۵۰ څخه ۱۱۳۰ افغانیو ته را ټیټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې یادو موادو ته د اړتیا د کموالي له امله، دهغو بیه لږ راټیټه شوې.

خو د نورو لومړۍ درجه خوراکي توکو بیه، بې له بدلونه په خپل حال پاتې ده.

د محمد صمیم په خبره نن د تېر شنبې په پرتله د ۴۹ کیلو ګرامه عمده پاکستانۍ بوره ۱۹۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه اوله سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کيلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو موادو پرچون پلورل د عمده پلورو موادو له بیې سره ډېر لږ؛ خو په ځیونو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.