ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ملي وحدت حکومت دوره کې هېواد ته شاوخوا ۴ ميليونه کډوال راستانه شوي”

“د ملي وحدت حکومت دوره کې هېواد ته شاوخوا ۴ ميليونه کډوال راستانه شوي”

author avatar
23 Nov 2019 - 14:49
“د ملي وحدت حکومت دوره کې هېواد ته شاوخوا ۴ ميليونه کډوال راستانه شوي”
author avatar
23 Nov 2019 - 14:49

مزارشريف( پژواک،۲ليندۍ۹۸):د کډوالو چارو وزارت چارواکي وايي چې د ملي وحدت حکومت په دوره کې له بهرنيو هېوادونو څخه هېواد ته شاوخوا ۴ ميليونه کډوال راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت د بيا راستنېدونکو څانګې  مشر رحمت الله حکيمي د ليندۍ په ۲مه، مزارشريف ښار کې پر داخلي بېځايه شويو او راستنېدونکو کډوالو باندې د ځمکو د وېشلو په مقدماتي پروګرام کې وويل، چې ياد وزارت دمګړۍ په دې تړاو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۳۰۵ نمبر فرمان پر عملي کېدو بوخت دی.

هغه زياته کړه، د ياد فرمان له مخې پر مستحقو داخلي بېځايه شويو، راستنو شويو کډوالو او په امنيتي ليکو کې د وژل شويو سرتېرو په وارثينو ځمکې وېشل کېږي.

نوموړی زياتوي، اوس مهال پر داخلي بېځايه شويو او بېرته راستنو شويو کډوالو باندې د ځمکو د وېشلو سروې او مقدماتي چارې پيل شوي، چې ډېر ژر به يې د وېش چارې هم پيل شي.

د حکيمي په خبره،  د ولسمشر په فرمان کې ټول هغه موارد ذکر شوي، چې له مخې به يې هغو کورنيو ته لومړيتوب ورکول کېږي چې مرستو ته ډېره اړتيا لري.

هغه وايي، په روان لمريز کال کې په ټول افغانستان کې د نا امنيو او طبيعي پېښو له امله شاوخوا پنځه سوه زره کورنۍ د هېواد دننه بېځايه شوې دي چې په خبره يې له يوشمېر سره يې مرستې هم شوې دي .

نوموړي زياته کړه،  د ملي وحدت حکومت په دوره کې شاوخوا ۴ مليونه کډوال له مختلفو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت د بيا راستنېدونکو څانګې مشر وايي، چې د راستنو شويو کډوالو او داخلي بېځايه شويو لويه ستونزه د استوګنې کورونو او کار نه شتون دی.

هغه زياته کړه،  د کډوالو چارو وزارت داسې يوه طرحه هم تر لاس لاندې لري، چې له مخې يې ټول مهاجرتونه منظم شي او د غير قانوني کډوالۍ مخه ونيول شي.

د ده په وينا، په ټول افغانستان کې ۶۲ ښارګوټي د داخلي بېځايه شويو او راستنو شويو کډوالو لپاره ځانګړي شوي؛ خو زياتوي چې يو شمېر دغه ښارګوټي د سيمه ييزو زورواکو له خوا غصب شوي دي.

په ورته مهال د بلخ د کډوالو چارو رياست  دغه ولايت کې د داخلي بېځايه شويو او بيا راستنېدونکو کډوالو پر وضعيت اندېښمن دی.

د بلخ د کډوالو چارو رييس سيد مسعود قادري پژواک ته وويل، چې روان کال کې بلخ ولايت ته شاوخوا زر کورنۍ بېرته راستنې شوي او تر څنګ يې يواځې په مزارشريف ښار کې شاوخوا ۲۰ زره هغه کورنۍ مېشتې  دي، چې د داخلي جنګونو له امله له ولسواليو او شاوخوا ولايتونو څخه بېځايه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.