ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ژېړۍ ولسوالۍ کې د جوړېدونکي ٣٠ بستريز روغتون چارې درېدلې دي

ژېړۍ ولسوالۍ کې د جوړېدونکي ٣٠ بستريز روغتون چارې درېدلې دي

author avatar
23 Nov 2019 - 11:34
ژېړۍ ولسوالۍ کې د جوړېدونکي ٣٠ بستريز روغتون چارې درېدلې دي
author avatar
23 Nov 2019 - 11:34

کندهار (پژواک، ٢ ليندۍ ۹۸): د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرې څه مودې راهیسې په دې ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې درېدلي چې دوی یې د بېرته پیل کولو غوښتنه کوي.

هغوی وايي، د دې ولسوالۍ نفوس ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی او اوسني روغتیايي خدمات د خلکو لپاره بسنه نه کوي.

د ژېړۍ ولسوالۍ یوه مخور او د دغې ولسوالۍ د شورا غړي حاجي محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا دوه کاله وړاندې په دې ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دی وايي، هغه مهال ویل کېدل چې د یوه کال په موده کې به دغه روغتون ورغول شي، خو دا دی دوه کلونه تېرېږي چې نه یوازې د روغتون د جوړولو چارې بشپړې نه شوې، بلکې کار یې په ټپه درېدلی دی.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله د دغه روغتون د جوړولو چارې تر ۵۰ سلنه بشپړې شوي چې خلک یې د بېرته پیلولو غوښتنه کوي.

حاجي نبي وايي، ژېړۍ ولسوالۍ د کندهار- هرات پر لویه لار پرته ده او له مهمو ولسوالیوڅخه ده چې نفوس یې تر پخوا ډېر شوی دی.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د ګڼو نورو برخو تر څنګ د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دي چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به یې ډېرې ستونزې حل شي.

دی وايي، نه پوهېږي چې د روغتون د جوړولو چارې ولې درېدلي، په داسې حال کې چې دغه خبره یې څو ځلې د ولایتي ادارې تر چارواکو هم رسولې ده.

د ژېړۍ ولسوالۍد پاشمول سیمې یوه بل اوسېدونکي اختر محمد پژواک اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې روغتیايي خدمات کافي نه دي او یاد شوي ۳۰ بستریز روغتون جوړولو ته سخته اړتیا ده.

دی زیاتوي، اوسمهال خلک اړ دي چې خپل عادي ناروغان هم کندهار ښار ته د درملنې لپاره یوسي.

نوموړی هم وايي چې د دغه ۳۰ بستریز روغتون درېدلې چارې دې بېرته پیل شي څو خلک له روغتیايي خدماتو برخمن شي.

دوه کاله وړاندې په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې چې له ډېرې مودې راهیسې یې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو غوښتنه کوله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.