د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«حکومت د قانون خلاف یو سلنه ډېر مخابراتي محصول اخلي»

«حکومت د قانون خلاف یو سلنه ډېر مخابراتي محصول اخلي»

Nov 23, 2019 - 19:37

کابل(پژواک، ۲ لیندۍ ۹۸): پژواک د چارو د شنونکو له خبرو ترلاسه کړې چې حکومت په شاوخوا څلورو کلونو کې له پېرېدونکو د مخابراتي محصول په نوم ۱۷۰ میلیون افغانۍ غیرقانوني اخیستې او دغه چاره دوام لري.

په افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو په ټولو کاروونکو لس سلنه مخابراتي محصول وضع او د ۱۳۹۴ کال د تلې له لومړۍ نېټې راهیسې د اجرا وړ ګرځېدلى دى.

د مخابراتي چوپړ د محصول قانون په شپږمه ماده کې راغلي، د مخابراتي خدمتونو محصول لس سلنه دی.

مخابراتي خدمتونه هم د یاد قانون په درېیمه ماده کې مشخص شوي دي:"مخابراتي خدمتونه هغه دي چې د اپرېټر( مخابراتي خدمتونو د وړاندې کوونکو) په وسیله له سیم، راډیویي فرېکونسۍ او لمریزې انرژۍ څخه په استفاده په متني، انځوریز، غږیز یا نورو بڼو پېرېدونکو ته وړاندې کېږي او په دې کې ثابت ټيلېفوني خدمتونه، سیار ټيلېفوني (موبایل) خدمتونه، د هېواد په داخل کې رومنګ خدمتونه، نړیوال رومنک خدمتونه او د اجارې سرکتونه شامل دي."

دا په داسې حال کې ده چې هر پېرېدونکی چې د سلو افغانیو په ارزښت کرېډېټ کارت سیم کارت ته زیاتوي په خپل سري ډول ترې ۱۰ سلنه د مخابراتي محصول په نوم اخیستل کېږي.

خو د تفتیش ادارې سرمفتش سهراب وردګ وویل، په دغه حالت کې پېرېدونکي ته په حقیقت کې د ۹۰ افغانیو په اندازه خدمتونه وړاندې کېږي او باید نهه افغانۍ د مخابراتي محصول په توګه ورکړي، ځکه د یاد قانون په شپږمه ماده کې لس سلنه محصول «مخابراتي خدمتونه» قید شوي دي.

هغه زیاته کړه چې حکومت د قانون خلاف کله چې پېرېدونکی خپل حساب ته د ۱۰۰ افغانیو په اندازه کرېډېټ زیات کړي لس افغانۍ د مخابراتي محصول په نوم ترې اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې پېرېدونکی د یادو ۱۰۰ افغانیو له ډلې د ۹۰ افغانۍ په ارزښت مخابراتي خدمتونه ترلاسه کوي او باید د همدغو ۹۰ افغانۍ په اندازه محصول ورکړي.

د حقوقي چارو شنونکي قدرت الله حسرت هم د سهراب خبرې تایید او ویې ویل، قانون وضاحت لري چې مخابراتي محصول باید پېرېدونکو ته له وړاندې شوو خدمتونو ترلاسه شي.

هغه زیاته کړه: "اوس کله چې موږ خپل حساب ته سل افغانۍ زیاتوو لس افغانۍ ترې ګرځول کېږي او پېرېدونکی له ۹۰ افغانۍ خدمتونو ګټه اخلي او باید د همدغو خدمتونو لس سلنه محصول واخیستل شي."

زیاته اخیستنه:

 د روان ۱۳۹۸ کال د مخابراتي محصول عایدات تر اوسه نه دي اعلان شوي، ځکه تر اوسه د مالي کال یوه میاشت پاتې ده خو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۴ کال په دوو میاشتو کې د لس سلنه محصول عایدات تر ۸۰۲ میلیون افغانیو ډېر، په ۱۳۹۵ کال کې له ۴.۲ میلیارد افغانۍ په ۱۳۹۶ کال کې له ۴.۲ میلیارد افغانۍ ډېر او په تېر مالي کال کې له ۴.۶ میلیون څخه ډېر دي چې دغه ټول عواید شاوخوا ۱۴ میلیارد افغانۍ کېږي.

خو د مخابراتو وزارت د تازه معلوماتو له مخې، د روان کال تر درېیو ربعو د مخابراتوي عایداتو اندازه ۱۷ میلیارد او ۳۳۳ افغانۍ کېږي او هغه پیسې چې د شنونکو په باور زیاتې اخیستل شوې ۱۷۰ میلیون افغانۍ کېږي.

د مخابراتوي خدمتونو د محصول د قانون د څلورمې مادې له مخې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د یاد قانون د احکامو د تطبیق مرجع ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د رسنیو د برخې سلاکار شېرشاه نوابي د وران کال د لړم په ۲۹ مه (چهارشنبې) پژواک ته وویل: "دا یوه کوچنۍ موضوع خو ډېره لویه ده، زه نه شم کولای اوس ځواب ووایم، دغه موضوع به د وزارت له حقوقي ټېم سره شریکه کړم او د دوی ځواب به له تاسو سره شریک  کړم. "

خو نن (د لیندۍ دویمه) یې وویل:" دغه فارمول د مالیې محترم وزارت جوړ کړی او د کرېډېټ کارت د لس سلنې مالیې د وضع پر مهال د اترا (مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې) د فورمول د وړاندیز په اساس تنظیم شوی دی. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یوازې او یوازې د یادې لس سلنې څارنې د بحث په برخه کې مکلفیت لري. په یاد بحث کې چې یاد فورمول د کومې موضوع په اساس برابر شوی دی تاسو کولای شئ مالیې وزارت ته راجع کړئ."

د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وویل، خدمتونه د کرېډېټ کارت له اخیستو پیلېږي او کله چې پېرېدونکی په خپل حساب کې سل افغانۍ زیاتې شي په مستقیم دول به لس سلنه مخابراتي محصول ترې اخیستل کېږي، یعنې له سل افغانیو چې د پېرېدونکو حساب ته زیاتې شوې دي باید لس افغانۍ مخابراتي محصول ترلاسه کړو.

هغه زیاته کړه: " د مخابراتي محصول له اخیستو مخکې کله چې موږ خپل حساب ته سل افغانۍ زیاتوو په حقیقت کې پېرېدونکي ته د سلو افغانیو په اندازه خدمت وړاندې کېږي او لس سلنه یې په مستقیم ډول وضعه کېږي."

مسجدي وویل، له مخابراتي محصول څخه د مالیې وزارت اخیستنه همدا ده، خو د قانون د تفسیر اجازه نه لري او د ډېر وضاحت لپاره باید یاده موضوع له سترې محکمې سره شریکه شي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه له سترې محکمې سره خبرې وکړي خو له یادې محکمې سره مو اړیکه ټينګه نه شوه .

د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمېسیون غړي عبیدالله کلیمزي وویل، د مخابراتي محصول په قانون کې نېمګړتیا شته او د یادې موضوع په اړه په کمېسیون کې بحث روان دی.

هغه زیاته کړه: " ښايي ولسي جرګه داسې مصوبه صادره کړي چې قانون تعدیل شي او دغه لس سلنه مخابراتي محصول لغوه شي. "

د مخابراتي محصول تر اجرا وروسته د ملي شورا ځینې غړو ویلي وو چې د یاد محصول راټولول شفاف نه دي او باید د هغه د روڼتیا لپاره مناسب سیستم جوړ شي.

مخابراتو وزارت ژمنه کړې وه چې د دغه ډول اندېښنو د له منځه وړلو لپاره د (Real Data Management) سیستم جوړوي، خو وزارت د روان کال د لړم په شپږمه اعلان وکړ چې په هېواد کې د مخابراتي شبکو له ډلې یوازې سلام شبکه له دې سیستم سره تړل شوې او پاتې شبکې به  هم په راتلونکي کې له دې سیستم سره وتړل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan