د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن کابل ښار کې د ګاز بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې

د تېرو ۷ ورځو په پرتله نن کابل ښار کې د ګاز بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې

Nov 23, 2019 - 16:13

کابل (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۸): تېرې شنبې ته په کتو، نن په کابل ښار کې د ګاز بیه ۳۰ سلنه لوړه شوې؛ خو د اوړو، غوړو او سرو زرو بیې راټیټې شوې دي.

د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمد اکرام پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله، د یو کیلو ګرام مایع  ګاز بیه له ۵۰ څخه ۶۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.

نوموړي دګازو بیې د لوړوالي لامل په اړه پژواک ته وویل، له دې امله چې د ګازو بیه په صادرونکو هېوادونو، قزاقستان او ازبکستان کې لوړه شوې، د کابل ښار په بازارونو کې هم لوړه شوې ده.

خو د تېلو په بیه کې بدلون نه دی راغلی.

همدارنګه د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو د ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي وویل، نن لکه تېره شنبې، د یو لېتر پټرولو بیه ۵۱ افغانۍ او یو لېتر ډیزلو بیه ۴۸ افغانۍ ده.

په خوراکي توکو کې د اوړو او غوړو بیې لږ راټیټې شوې دي.

د کابل ښار د منډویي یوه عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک ته وویل، نن د تېرشنبې په پرتله ، د ۴۹ کیلو ګرامه عمده قزاقي اوړو بیه له ۱۶۵۰ څخه ۱۶۳۰ او د ۱۶ لېتره خورشید غوړو بیه له ۱۵۵۰ څخه ۱۱۳۰ افغانیو ته را ټیټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې یادو موادو ته د اړتیا د کموالي له امله، دهغو بیه لږ راټیټه شوې.

خو د نورو لومړۍ درجه خوراکي توکو بیه، بې له بدلونه په خپل حال پاتې ده.

د محمد صمیم په خبره نن د تېر شنبې په پرتله د ۴۹ کیلو ګرامه عمده پاکستانۍ بوره ۱۹۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه اوله سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کيلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو موادو پرچون پلورل د عمده پلورو موادو له بیې سره ډېر لږ؛ خو په ځیونو مواردو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمنیو د ۱۳ سړک یوتن خوراکه پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ۵۰ کیلو ګرامه پرچون قزاقي اوړو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ، ۴۹ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه اوله سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ۱۲۰۰ افغانۍ، یوه کیلو اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یوه کیلو افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه هم راټیټه شوې.

د کابل ښار د تېمور شاهي سړک یو زرګر حاجي فواد احمد صالح وویل، نن د تېرې شنبې ورځې په پرتله یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۱۰۰ افغانیو ۳۰۵۰ افغانۍ او د یوګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۲۵۰۰ افغانیو ۲۴۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په کابل ښار کې د سرو زرو بیې د ټیټوالي لامل، په نړیوالو بازارانو کې د هغې د بیې له ټیټوالي سره اړیکه لري.

په دې اوونۍ کې دافغانیو پروړاندې د ډالر او کلدارې ارزښت لږ لوړ شوی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ د څښتن حاجي حسین صداقت د معلوماتوله مخې، نن ورځ یوامریکایي ډالر په ۷۸.۳۵ افغانۍ او ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۱  افغانۍ بدلېدې. 

د تلې په ۲۵مه د یوه امریکایي ډالر ارزښت ۷۸.۱۵ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۳ افغانۍ بدلېدې.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement