د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ژېړۍ ولسوالۍ کې د جوړېدونکي ٣٠ بستريز روغتون چارې درېدلې دي

ژېړۍ ولسوالۍ کې د جوړېدونکي ٣٠ بستريز روغتون چارې درېدلې دي

Nov 23, 2019 - 11:34

کندهار (پژواک، ٢ ليندۍ ۹۸): د کندهار د ژېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرې څه مودې راهیسې په دې ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې درېدلي چې دوی یې د بېرته پیل کولو غوښتنه کوي.

هغوی وايي، د دې ولسوالۍ نفوس ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی او اوسني روغتیايي خدمات د خلکو لپاره بسنه نه کوي.

د ژېړۍ ولسوالۍ یوه مخور او د دغې ولسوالۍ د شورا غړي حاجي محمد نبي پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا دوه کاله وړاندې په دې ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

دی وايي، هغه مهال ویل کېدل چې د یوه کال په موده کې به دغه روغتون ورغول شي، خو دا دی دوه کلونه تېرېږي چې نه یوازې د روغتون د جوړولو چارې بشپړې نه شوې، بلکې کار یې په ټپه درېدلی دی.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله د دغه روغتون د جوړولو چارې تر ۵۰ سلنه بشپړې شوي چې خلک یې د بېرته پیلولو غوښتنه کوي.

حاجي نبي وايي، ژېړۍ ولسوالۍ د کندهار- هرات پر لویه لار پرته ده او له مهمو ولسوالیوڅخه ده چې نفوس یې تر پخوا ډېر شوی دی.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د ګڼو نورو برخو تر څنګ د روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دي چې د دغه روغتون په جوړېدو سره به یې ډېرې ستونزې حل شي.

دی وايي، نه پوهېږي چې د روغتون د جوړولو چارې ولې درېدلي، په داسې حال کې چې دغه خبره یې څو ځلې د ولایتي ادارې تر چارواکو هم رسولې ده.

د ژېړۍ ولسوالۍد پاشمول سیمې یوه بل اوسېدونکي اختر محمد پژواک اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې روغتیايي خدمات کافي نه دي او یاد شوي ۳۰ بستریز روغتون جوړولو ته سخته اړتیا ده.

دی زیاتوي، اوسمهال خلک اړ دي چې خپل عادي ناروغان هم کندهار ښار ته د درملنې لپاره یوسي.

نوموړی هم وايي چې د دغه ۳۰ بستریز روغتون درېدلې چارې دې بېرته پیل شي څو خلک له روغتیايي خدماتو برخمن شي.

دوه کاله وړاندې په ژېړۍ ولسوالۍ کې د یوه ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې چې له ډېرې مودې راهیسې یې د دې ولسوالۍ اوسېدونکو غوښتنه کوله.

د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ۳۰ بستریز روغتون پر ۲۰ جریبه ځمکه د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې لګښت یې د هندوستان له خوا ورکول کېږي.

هغه مهال ویل کېدل چې د روغتون ودانۍ به د یوه کال په موده کې جوړه شي چې د ۳۴ اتاقونو په لرلو به نسايي ولادي، د کتلوي معافیت او نورې څانګې ولري او خلکو ته به لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

خو دا دی دوه کلونه تېرېږي چې لا هم دغه روغتون نه دی جوړ شوی.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي په دې اړه پژواک اژانس ته وویل، یوه اوونۍ وړاندې د کندهار والي حیات الله حیات کابل ته سفر کړی و او د اقتصاد له وزیر سره یې په لیدنه کې د ژېړۍ ولسوالۍ د ۳۰ بستریز روغتون او یو شمېر نورو پروژو د درېدلو کارونو د بېرته پیلولو غوښتنه کړې وه.

هغه زیاته کړه، په دې لړ کې څو ورځې وړاندې د اقتصاد وزارت د سیمه ییزې پراختیا د رییس احمد ریاض صدیقي په مشرۍ یو پلاوی کندهار ته راغی، څو ټولې هغه رغنیزې پروژې له نږدې وګوري چې کارونه یې درېدلي دي.

د ده په خبره، یاد شوي پلاوي د ژېړۍ د روغتون په ګډون د ټولو بندو رغنیزو پروژو نظارت وکړ او والي ته یې ژمنه ورکړه چې د دغه روغتون د جوړولو چارې به ژر بېرته پيل شي.

دی وايي، د معلوماتو له مخې د ژېړۍ ولسوالۍ د ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې ۷۵ سلنه تر سره شوي چې ډېر ژر به یې پاتې چارې پیل او په لنډه موده کې بشپړې شي.

ده خبر ورکړ چې ولایتي اداره په کندهار ښار او ولسوالیو کې متوازنې پراختیا ته ژمنه ده، څو خلکو ته یو شان خدمات وړاندې شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement