ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي۲۷۶۲پېښې ثبت شوې دي

سږ کال افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي۲۷۶۲پېښې ثبت شوې دي

author avatar
23 Nov 2019 - 16:25
سږ کال افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي۲۷۶۲پېښې ثبت شوې دي
author avatar
23 Nov 2019 - 16:25

کابل (پژواک، ۲ ليندۍ ۹۸): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون موندني ښيي چې افغانستان کې روان کال د تېر په پرتله د ښځو د تاوتريخوالي پېښې نهه سلنه ډېرې شوي او سږکال د ثبت شویو دا ډول پېښو شمېر نږدې۲۸۰۰ ته رسېدلی دی.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون نن کابل کې د ښځو د تاوتريخوالي د نړيوالې ورځې ( د نوامبر ۲۵مې) په نمانځغونډه کې "په افغانستان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي" تر نوم لاندې خپل اووه مياشتنی راپور خپور کړ.

د ياد کمېسيون د ښځو د ملاتړ د برخې کمېشنرې شبنم صالحي په نننۍ ناسته کې وويل چې په روان ۱۳۹۸ کال کې تر اوسه د دغه کمېسيون په اطلاعتي بانک کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۷۶۲ پېښې ثبت شوې دي.

هغه زياتوي، د تاوتريخوالي د يادو پېښو څه باندې ۹۷ سلنه په کور دننه او پاتې نور يې پر سړکونو، کارځایونو، ښوونځيو، پوهنتونونو، روغتونونو، توقيف خونو او زندانونو کې ترسره شوې دي.

هغه زياتوي، د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون موندنې ښیي چې د روان کال په تېرو اوو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې فزيکي، جنسي، اقتصادي، ژبنی، رواني او نور تاوتریخوالي شوي او د تېر کال په پرتله یوازې په جنسي تاوتریخوالیو کې کموالی راغلی.

صالحي زياتوي، د ۱۳۹۸ کال په اوو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتريخوالي۱۲۳پېښې ثبت شوي، خو تېر کال په همدې موده کې دغه ډول ۱۲۸ پېښې ثبت شوې وې.

د دې په وينا، جنسي تېری، نامروجه جنسې اړيکې، جنسي سپکاوی، په جبري ډول د ماشوم سقط کول، له خپلې مېرمنې سره په جبري ډول جنسي اړيکې، په جبري ډول فحشا او لواط ته اړ اېستل له جنسي تاوتريخواليو څخه دي.

د کمېسيون د معلوماتو له مخې، سږ کال د ژبني او رواني تاوتریخوالي ۱۰۴۱، د فزیکي تاوتریخوالي ۸۶۱، د اقتصادي تاوتریخوالي ۴۸۵، د جنسي تاوتریخوالي ۱۲۳ او ۲۲۵ د تاوتریخوالي نورې بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په یادو فزیکي تاوتریخوالیو کې، ۳۰ وژنه، ۷۱ ټپي کېدل، ۷ سوځېدل، اته جبري کارونه او یوه د بدن د غړو پرې کېدو پېښه شامل دي.

د کمېسيون د معلوماتو له مخې، تېر کال د ژبني او رواني تاوتریخوالي ۹۰۰، د فزیکي تاوتریخوالي ۸۲۰، د اقتصادي تاوتریخوالي ۳۷۷، د جنسي تاوتریخوالي ۱۲۸ او ۳۱۱ د تاوتریخوالي نورې بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي.

د ياد کمېسيون د ښځو د ملاتړ د برخې کمېشنره وايي، جبري ودونه، د نشه يي توکو کارولو ته اړ اېستل، روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي نه شتوالی، د ژوند ملګري له انتخاب څخه مخينوی، د زده کړو له حقه مخنيوی، د څو مېرمنو درلودل او د خپلوانو له لېدو مخنیوی د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په یادو بېلابېلو پېښو کې شامل دي.

د هغې په وينا، روان کال کې له يادو ثبت شویو ۲۷۶۲ پېښو ۱۶۴ يې د منځګړيتوب له امله حل شوي، ۵۳۰ قضيې څارنوالۍ، ۴۲۰ قضيې پوليسو،۲۶۳ قضيې محاکمو او ۲۲۷ نورې قضيې يې دولتي ارګانونو ته ورپېژندل شوي، ۴۹ امن خونو ته استول شوي او پاتې نورې قضیې د حقوقي مشورو په موخه په مرکز او ولايتونو کې د حقوقو رياستونو ته راجع شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.