ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې پر يوې نوې هوکړې کار کوو

ټرمپ: له طالبانو سره د سولې پر يوې نوې هوکړې کار کوو

author avatar
23 Nov 2019 - 15:35
ټرمپ: له طالبانو سره د سولې پر يوې نوې هوکړې کار کوو
author avatar
23 Nov 2019 - 15:35

 

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٨): دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا ويلي چې په افغانستان کې خپل ځواکونه کموي او په ډاګه کړې يې ده چې له طالبانو سره پر يوې نوې هوکړې کار کوي.

د امريکا ولسمشر ټرمپ دغه څرګندونې  امريکايي تلوېزيون (فاکس نيوز) سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

هغه دا خبرې په داسې حال کې کړې، چې درې مياشتې مخکې يې په قطر کې له طالبانو سره د سولې لس مياشتنۍ خبرې اترې په کابل کې تر يوه ځانمرګي بريده وروسته وځنډولې.

په دې بريد کې د يوه امريکايي په ګډون د ناټو دوه سرتېري او ١٠ افغانان وژل شوي وو.

ټرمپ په ياده مرکه کې ويلي، له طالبانو سره د سولې پر يوې نوې هوکړې کار کوي، ګوري چې څه پېښېږي.

هغه زياته کړې : " تېر ځل چې کله هوکړې ته نږدې شوو نو طالبانو فکر وکړ چې د خلکو وژل ښه خبره ده. دوی فکر کاوه چې په دې کار سره به دوی وکړای شي چې له پیاوړي دریځه مذاکرات وکړي. ۱۲ کسان یې د دې لپاره ووژل چې ځانونه تکړه ښکاره کړي. نو ما هم ورسره لیدنه لغوه کړه. ومې ویل له دې خلکو سره معامله نه کوو ".

ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې د نوې هوکړې د څرنګوالې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

نوموړي ویلي، امریکا تر دې مخکې هم له طالبانو سره د سولې هوکړې ته نږدې شوې وه، خو زياتوي په کابل ښار کې د طالبانو د موټر بم برید له امله يې  لغوه اعلان کړې.

ټرمپ دغه راز زياته کړې چې غواړي په افغانستان کې د خپلو پوځيانو شمېر کم کړي، لکه څرنګه يې چې په سوريه کې کم کړي دي.

د امريکا ولسمشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د طالبانو د لوړ پوړي مشر انس حقاني او امريکايي پوهنتون استادانو تر تبادلې وروسته ټولو لوريو دغه کار د سولې لپاره مهم بللى دى.

ټرمپ وړمه شپه له ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټيلېفوني اړيکه  کې هم سولې ته هيله مندي ښودلې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.