ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خالد: امنیتي ځواکونه به د ټاکنو له امله هېڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه ور نه کړي

خالد: امنیتي ځواکونه به د ټاکنو له امله هېڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه ور نه کړي

author avatar
24 Nov 2019 - 16:51
خالد: امنیتي ځواکونه به د ټاکنو له امله هېڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه ور نه کړي
author avatar
24 Nov 2019 - 16:51

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۹۸): د ملي دفاع وزارت سرپرست، سربېره پردې چې د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به د ټاکنو له امله هېڅ ډول تاوتریخوالي ته اجازه ور نه کړي، وویل: «هېڅ کله به داسې سوله ونه کړو چې په هېواد کې د یوې بلې جګړې لامل شي.»

نن په کابل کې د نظامي مېرمنو په ګډون «د سولې او امنیت په اړه د نظامي مېرمنو درې ورځني کنفرانس» تر نامه لاندې ناسته، ترسره شوه.

په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د سولې او ټاکنو په اړه څرګندونې وکړې.

سوله

د طالبانو او امریکا د استازو ترمنځ د سولې نهه پړاوه خبرې، څه موده وړاندې د امریکا د ولسمشر له خوا ودرول شوې؛ خو په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د طالبانو د درېیو زندانیانو له تبادلې وروسته، د سولې لپاره هېلې بیا ډېرې شوې او هڅې روانې دي  چې د سولې لپاره  د افغان حکومت د استازو، طالبانو او سیاسیونو ترمنځ په چین کې ناسته جوړه شي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست، د سولې بهیر ته په اشاره ووبل: «ډاډه اوسئ، هره سوله چې راځي، تطبیق او مالکیت یې په تاسو پورې اړه لري، تاسو به د سولې بقا وئ، هېڅوک او هېڅ قوت پرموږ هغه څه نه شي تحمیلولی چې د خلکو د غوښتنو مطابق نه وي.»

نوموړي زیاته کړه چې سوله خپل شرایط لري او ټولې ازادۍ چې په تېرو دوو لسیزو کې په ملکي او نظامي برخو کې ترلاسه شوي، باید وساتل شي.

خالد زیاته کړه: «وړاندې هم اوازې موجودې وې او دښمن په لجاجت او غرور، د امیتي ځواک په اړه څرګندونې کولې، په هېڅ قوت اجازه نه ورکوو چې امنیتي ځواک له منځه یوسي، یوځل مو دا تېروتنه وکړه، بیاځل نه تکراریږي.»

ده وویل: «هېڅ کله به داسې سوله ونه کړو چې په هېواد کې د یوې بلې جګړې لامل شي.»

هغه زیاته کړه چې دولت د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کوي، نه د څوکۍ او قدرت په ساتلو.

ټاکنې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.