ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند یو شمېر کروندګرو ته د پستو باغونه جوړېږي

د هلمند یو شمېر کروندګرو ته د پستو باغونه جوړېږي

author avatar
24 Nov 2019 - 14:53
د هلمند یو شمېر کروندګرو ته د پستو باغونه جوړېږي
author avatar
24 Nov 2019 - 14:53

لښکرګاه (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٨): د هلمند د کرنې رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د کوکنارو کښت د مخنيوي په موخه د اوو ولسواليو کروندګرو ته د پستو باغونه جوړېږي.

د هلمند د کرنې رييس زلمي الکو د لېندۍ په درېيمه خبريالانو ته وويل چې تېر کال يې د دغه ولايت پر ٣١٤ جريبه ځمکه د پستو بڼونه جوړ کړي دي.

هغه وايي: ((هلمند دښتې ډېرې لري او پستې هم په دښته ښه نتيجه ورکوي، نو پروسږ کال چې موږ کرلي وو، ښه نتيجه يې ورکړې ده، نو غواړو چې دې برخې ته پراختيا ورکړو.))

د الکو په وينا، د کرنې رياست پلان لري چې سږ کال د هلمند په ناوې، نادعلي، خانشين، دېشو، واشير، ګرشک او ګرمسېر ولسواليو يو شمېر کروندګرو ته د پستې پنځوس باغونه جوړ کړي.

ده زياته کړه: ((د بزګرانو لېوالتيا د پستې له باغونو سره ډېره ده او بله ښه خبره دا ده چې د دغه شان باغونو جوړول په دغه ولايت کې د کوکنارو کښت د مخنيوي يو ښه بديل کېداى شي.))

دغه راز په هلمند کې د کروندګرو اتحاديې مشر عبدالشکورخان اکا پژواک ته وويل، د دغه ولايت کروندګر اوس چمتو شوي چې د کوکنارو پر ځاى د پستو باغونه جوړ کړي.

دى زياتوي: ((د هلمند اب و هوا د پستې د کر لپاره ډېره مناسبه ده او خوشحاله يو چې زموږ کروندګرو ته د پستو باغونه جوړېږي.))

همدارنګه يوه کروندګر عبدالولي پژواک ته وويل چې تېر کال يې د کرنې له رياسته د پستې يو باغ ترلاسه کړى و.

هغه وايي: ((دلته ډېره ښه نتيجه ورکوي، خو د کرنې رياست بايد د پستو د ونو روزلو په برخه کې موږ ته ورکشاپونه جوړ کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د هلمند د کرنې رياست له لوري د دغه ولايت پر يو شمېر کروندګرو د ليمو او مالټو باغونه وېشل شوي وو.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې له دې نا امنيو په ګټۍ اخيستنې سره د دغه ولايت ډېرى اوسېدونکي د نشه يي توکو، په ځانګړي ډول د کوکنارو په کرکېله بوخت دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.