کندهار (پژواک، ۳ لېندۍ ۹۸): د کندهار اوسېدونکي وايي، پاکستان ته د څارویو دوامداره قاچاق لامل شوی چې په دغه ولايت کې څاروي کم او بیې یې لوړې شي.
هغوی د دې چارې د مخنیوي غوښتنه کوي او اندېښنه ښيي چې په ناقانونه توګه د څارویو لېږد او قاچاق مالدارۍ ته زیان اړولای شي.
د کندهار ښار د ښکارپور دروازې یوه اوسېدونکي احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ساحه کې د څارویو د پېر او پلور تر ټولو لوی ګنج دی چې هره ورڅ د کندهار د ولسوالیو ترڅنګ له فراه، هلمند، اروزګان، زابل او غزني څخه له څارویو بار لسګونه موټر راځي.
دی وايي، اکثره دغه څاروي همدلته د ځینو خلکو له خوا پېرل کېږي او په ناقانونه توګه پاکستان ته قاچاق کېږي چې هېڅوک یې هم مخنیوی نه کوي.
ده زیاته کړه: ((تر ډېره یو کلن څاروي (پسونه او وزې) پاکستان ته قاچاق کېږي او د ډېر عمر څاروي همدلته پلورل کېږي.))
د ده په خبره، د څارویو دغه قاچاق له ډېره وخته روان دی چې د څارویو شمېر ورسره کم شوی او بیه یې هم لوړې شوې دي.
احمد شاه غوښتنه کوي چې حکومت دې یا د څارویو د قاچاق مخنیوی وکړي او یا دې دغه لېږد قانوني کړي؛ ځکه خو اوس بې له کوم ټکس او مالیې روان دي.
د همدې سیمې یوه بل اوسېدونکي حاجي عبدالوهاب پژواک اژانس ته وویل، د څارویو قاچاق له یوې خوا د پسونو او وزو بیه لوړه کړې او له بلې خوا یې د نسل ورکېدو وېره پيدا شوې ده.
دی زیاتوي، هره ورځ لسګونه موټر څاروي د سپين بولدک له لارې پاکستان ته ځي چې پولیس یې نه یوازې مخنیوی نه کوي، بلکې په بدل کې یې له قاچاق کوونکو پیسې اخلي.
د ده د معلوماتو له مخې، پولیس له هر موټر څخه له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانۍ اخلي او بیا د تګ اجازه ورکوي.
عبدالوهاب وايي چې د افغانستان حکومت د یوه حکم له لارې ګاونډیو هېوادونو ته د څارویو وړل منع اعلان کړی خو بیا هم یو شمېر کسان دا کار کوي.
د ده په خبره، دغه کار د پسونو بیه لوړه کړې ده، پخوا چې به یوه د منځنۍ کچې پسه ۸ یا ۱۰ زره
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن