نيلى (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٨): د دایکنډي امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په کجران ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو په برید کې اته امنیتي منسوبین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د دایکنډي امنیه قوماندان سمونوال انورمحمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره نیمه شپه د کجران ولسوالۍ په دوازده امام او تنګه صوف سیمو کې پر امنیتي پوستو طالبانو برید وکړ او سخته جګړه رامنځته شوه.
نوموړي زیاته کړه، په یاده جګړه کې چې د سهار تر څلورو بجو یې دوام درلود اته امنیتي منسوبین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
هغه له جزیاتو پرته وویل، طالبان د امنیتي سرتېرو له سخت غبرګون سره مخ شول او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې.
خو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو چې یوه کاپي پژواک خبري اژانس هم ترلاسه کړې ویلي، د یادې ډلې په ډله ییزو بریدونو کې یوې امنیتې پوستې له ټولو وسلو او مهماتو سره یو ځای نیولې ده.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې په یاده جګړه کې ۱۱ امنیتي منسوبین وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن