ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د وریجو حاصلات ۴۰ سلنه ډېر شوي

بغلان کې د وریجو حاصلات ۴۰ سلنه ډېر شوي

author avatar
25 Nov 2019 - 15:52
بغلان کې د وریجو حاصلات ۴۰ سلنه ډېر شوي
author avatar
25 Nov 2019 - 15:52

پلخمري (پژواک، ۴ لېندۍ ۹۸): د بغلان د کرنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې سږ کال د تېر کال په پرتله د وريجو په حاصلاتو کې ٤٠ سلنه ډېروالی راغلی دی.

د بغلان د کرنې رييس عبدالغياث صديقي د لېندۍ په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په روان کال کې د پرله پسې ورښتونو او د کرنيزو لارښوونو په پايله کې د ټولو کرنيزو حاصلاتو، په ځانګړي ډول د وريجو د حاصلاتو کچه ډېره لوړه شوې ده.

هغه وويل چې تېر کال د دغه ولايت پر ٢٦زره هکتاره ځمکه وريجې کرل شوې وې چې ١٣٣زره ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي وو، خو سږ کال پر ٢٩زره هکتاره ځمکه کرل شوې او اټکل کېږي چې د تېر کال په پرتله به يې حاصلات ٤٠ سلنه ډېر وي.

دغه راز د بغلان د کرنې رياست د وريجو دودولو څانګې مشر نجيب الله مدقق پژواک ته وويل: ((موږ سږ کال کروندګرو ته د شولو کرلو په اړه روزنه ورکړه، دغه کار د دې لامل شو څو ٤٠ سلنه د وريجو په حاصلاتو کې لوړوالی راشي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، سږ کال يې د شولو ٢٥٠ نمونوي پټي هم جوړ کړي وو څو هغه ته په کتو بزګران خپل پټي جوړ کړي او د وريجو ډېر حاصلات ترلاسه کړي.

همدارنګه د ډنډ غوري سيمې يوه بزګر شېرعالم پژواک ته وويل چې د اوبو د ډېروالي له امله يې سږ کال د وريجو د حاصلاتو کچه هم لوړه ده.

هغه وايي: ((پروسږ کال اوبه کمې وې، شولې ډېرو اوبو ته اړتيا لري نو سږ کال اوبه ډېرې دي نو ځکه زموږ حاصلات هم ښه دي.))

د نوموړي په وينا، تېر کال يې له هر جريبه ٨٠ منه وريجي ترلاسه کړې وې خو سږ کال دغه کچه ١٠٥ منو ته لوړه شوې ده.

دغه راز بل کروندګر نعمت الله پژواک ته وويل چې سږ کال د کرنې رياست د مامورينو په لارښوونه يې شولې کرلې وو.

ده زياته کړه: ((موږ ته يې وويل چې شولې بايد په کتار ډول کېنول شي او نورې لارښوونې هم راته وکړې، نو دا دى ښه نتيجه يې ورکړه.))

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.