د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

حامد کرزی وايي د غني په غوښتنه د چين په ناسته کې ګډون نه کوي

حامد کرزی وايي د غني په غوښتنه د چين په ناسته کې ګډون نه کوي

Nov 25, 2019 - 12:38

 

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۹۸): حامد کرزی وايي، دی د ولسمشر په غوښتنه د چين په ناسته کې برخه نه اخلي، خو په دې غونډه کې د نورو کسانو د ګډون مخه بايد ونه نيول او د سولې له بهيره ملاتړکوونکي ونه ګواښل شي. 

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، هغه کسان چې د سولې له بهيره يې ملاتړ وکړ، له ګواښ سره مخ شول.

د هغه په وينا، لومړی کس چې وګواښل شو، هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير ملا عبدالسلام  ضعيف و.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د سياسي چارو پر ځينو شنونکو په کابل کې بېلابېل وسله وال بريدونه شوي دي.

په دغو بريدونو کې وحيد مژده خپل ژوند له لاسه ورکړ، قاضي محمد حسن حقيار ټپي شو او نظرمحمد مطمئن بيا له بريده روغ ووت.

حامد کرزي د سولې په اړه هم خبرې وکړې.

هغه د بجينګ له ناستې هرکلی وکړ او هيله يې څرګنده کړه چې دغه غونډه ژر جوړه شي.

ټاکل شوې په دې ناسته کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د استازو ترڅنګ ځيني افغان سياسيون هم برخه واخلي.

حامد کرزي وويل چې له حکومت سره يې دې ناستې ته د ګډون کوونکو پر نوملړ هم کار کړی.

پخواني ولسمشر وويل چې دی د ولسمشر محمد اشرف غني په غوښتنه نه غواړي د چين په ياده ناسته کې ګډون وکړي، خو ويلي يې دي چې په غونډه کې د نورو کسانو د ګډون مخه بايد ونه نيول شي.

 کرزی وويل: «سوله او ازادي موږ جمهوريت بولو. موږ سوله غواړو، خو د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو په بيه نه، او زموږ موخه د لاسته راوړنو له ويلو، اسلامي جمهوريت دی.»

پخواني ولسمشر د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ترسره شوو ټاکنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «د ټاکنو پر سبا بايد پايلې اعلان شوې وای... خو هغه مهال دا کار کېږي چې افغانستان ازاد وي.»

ده وويل چې افغان ځواکونه د خلکو خدمتګاران دي او بايد پرې نه ښودل شي چې نېک نوم يې د سياسي او شخصي موخو لپاره په کارولو بد شي او يا هم د سولې پر ضد وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد تېره ورځ کابل کې يوه غونډه کې وویل، افغان ځواکونه به څوک پرې نه ږدي چې د ټاکنو په تړاو تاوتريخواليو ته مخه کړي.

 

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement