ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فاریاب د المار لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

د فاریاب د المار لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی

author avatar
25 Nov 2019 - 14:37
د فاریاب د المار لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوی
author avatar
25 Nov 2019 - 14:37

 

میمنه (پژوام، ۴ لېندۍ ۹۸): امنیتي چاراوکي د هېواد په شمال کې د فاریاب د المار لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال په ګډون د څلورو وسله والو طالبانو د وژل کېدو او ۷ نورو و د ټپې کېدو خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو په خبرپاڼه کې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ته رسېدلې، راغلي چې دا کسان د حکومتي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوي او ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې چې تېره شپه د فاریاب د المار ولسوالۍ په خواجه ګوهر کلي کې د هوایي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د دې ولسوالۍ لپاره  د طالبانو نومول شوی ولسوال، مولوي عبدالغفار او د ده تر امر لاندې درې نور کسان هم وژل شوي.

په اعلامیه کې راغلي، په دغه برید کې د طالبانو د ډلې ۶ موټرسایکلونه او یوه اندزه وسلې او مهمات په مکمل ډول تخریب او له منځه تللي.

بلخوا د فاریاب په المار ولسوالۍ کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل له نامه یې یادونه وشي، پژواک ته وویل چې هېڅ داسې پېښې نه دي رامنځته شوې.

په همدې حال کې په فاریاب کې د طالبانو یوې استخباراتي سرچینې هم دا موضوع رد کړه.

یادې سرچینې هم نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې تېره شپه د حکومت جیټ الوتکو د المار پر فضا الوتنې درلودې، خو هېڅ بریدونه یې ندي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.