ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار ٦ ولسواليو ٣٦٠ مېرمنو سره د پروسس وسايل ورکړل شول

د ننګرهار ٦ ولسواليو ٣٦٠ مېرمنو سره د پروسس وسايل ورکړل شول

author avatar
25 Nov 2019 - 16:42
د ننګرهار ٦ ولسواليو ٣٦٠ مېرمنو سره د پروسس وسايل ورکړل شول
author avatar
25 Nov 2019 - 16:42

جلال اباد (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٨) :  ننګرهار ولايت کې د ۶ ولسوالیو اړوند ۳۶۰ میرمنو ته د شاوخوا شل میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو د پروسس وسایل ورکړل شول .

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د ليندۍ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دا وسايل د کوټ، اچین،چپرهار،رودات،خوږیاڼي او شیرزادو ولسوالیو اړوند ۳۶۰ میرمنو ته ورکړل شوې دي.

هغه زياته کړه، د کرنې د ودې او پراختیا پروګرام په چوکاټ کې د شاوخوا شل میلیونه افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو د پروسس وسایل ورکړل چې د اچار،رومیانو روب،مربع او سرکې جوړولو په برخه کې به ترې ګټه واخیستل شي.

دى وايي، د مرسته شویو وسایلو د یوې بستې لګښت ۵۴ زره افغانۍ دی چې په کې ۴۷ قلمه بېلابېل توکې شتون لري .

د خوږياڼي په وينا، يادو میرمنو ته په لومړي پړوا کې د اچار،کیچ اپ، مربع او سرکې جوړولو په برخه کې څلور ورځنی روزنه هم ورکړل شوې ده .

د ننګرهار ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ډاکټر ضمیر بهسودي،د کرنې د ودې او پراختیا پروګرام مشر بسم الله ځدران او یو شمیر نورو مسؤلینو د یادې مرستې د ویش پر مهال شتون درلود.

د ننګرهار مرستیالې حبیبې کاکړ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل،  په دې چارې سره به ښځینه په کور دننه کارو بار جوړ کړي چې له یوې خوا به غذا تامین او له بلې خوا به کورنی اقتصاد پیاوړی شي.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سرپرست ریس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي  او د کرنې د ودې او پراختیا پروګرام مشر بسم الله ځدران د یادې مرستې په شفاف ویش ډاډ وښوده او په راتلوونکې کې هم د ورته نورو چارو د ترسره کولو ژمنې وکړې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.