د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جګړو کې د خوست زیانمنې شوې تاریخي ابدې رغول کېږي

په جګړو کې د خوست زیانمنې شوې تاریخي ابدې رغول کېږي

Nov 25, 2019 - 10:30

خوست ښار (پژواک، ٤ لېندۍ ۹۸): چارواکي په خوست ولايت کې د هغو تاريخي ابدو د رغولو خبر ورکوي چې د تېرو جګړو پر مهال زيانمنې شوې دي.

له دغو تاريخي ابدو يوه هم د خوست ښار په سوېلي برخه کې د تخته بېکې په نوم د څنګ په څنګ د دوو وړو غونډيو پر سر دوه نظامي کلاګانې دي چې په تېرو جنګونو کې ورته زيان اوښتی دی.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو مسوول سيد قابل شاه مياخېل وايي، دغه کلاوې شاوخوا سل کاله تاريخي مخينه لري چې اوس مهال يې ډېرې برخې ورانې او ویجاړې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د تخته بېکې په نوم دغه دوه تاريخي کلاګانې چې په منځ کې يې وړې ودانۍ شتون لري، د نادرخان د واکمنۍ په لومړيو وختونو کې جوړې شوې دي چې په نظامي برخه کې ترې کار اخيستل کېده.

خو د ځينو راپورونو پر بنسټ چې د نادرشاه د واکمنۍ پر مهال دغو پوځې چوڼيو ته  یو لښکر رالېږل شوی و چې د سقاویانو پر وړاندې وجنګېږي، خو تر دې دمه یې چا ته دقیقه تاریخي مخینه نه ده معلومه.

د دې دواړو څنګ په څنګ تاریخي کلاوو دېوالونه نږدې دوه متره سور لري چې په کونجونو يې جنګي مورچلونه هم ودان شوي دي.

مياخېل وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له دې ځايونو د زندان ګټه اخيستل کېده، خو اوس د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېري په واک دي.

د نوموړي په خبره، له اړوند وزارته یې څو څو ځلې د دغو تاريخي ابدو د رغونې غوښتنه کړې، خو د هغه په وينا چې تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.

د مياخېل په خبره، که چېرې يې رغونې ته پام ونه شي، نو لرې نه ده چې دا تاریخي ارزښتونه به له لاسه ورکړي.

ده زياته کړه: ((دغه ځايونو د خوست له مهمو تاريخي ابدو څخه دي او وخت ناوخت مو د رغونې په موخه اطلاعاتو او کلتور وزارت ته رسماً پشنهادونه کړي.))

د خوست د ولایتي شورا يوه غړي عبدالوالي واحدزي پژواک اژانس ته وويل چې د تخته بېکي تاریخي کلاوې د لویې پکتیا په کچه تاریخي مخینه او ارزښت لري.

د نوموړي په خبره چې د دغو ځايونو په رغونې سره به له يوه پلوه تاریخي ارزښت ساتل شوی وي او له بلې خوا به دغه ولایت ته ځانګړي ښکلا ورکړي.

واحدزي په دې برخه کې له افغان حکومت او د یونیسکو له ادارې د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه زياتوي: ((دغه تاريخي ځايونه چې اوس د ړنکېدو په حال کې دي، بايد بېرته ورغول شي؛ ځکه دا په تاريخي لحاظ له اهميته برخمنې دي.))

بل پلو د خوست والي محمد حلیم فدایي له دغه ځای څخه د لیدنې پر مهال وويل، هڅه يې دا ده چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او له نورو اړوند ادارو سره په شریکه یو ګروپ جوړ کړي، څو د تخته بېکې تاریخي قدامت او ارزښت معلوم او ترڅنګ يې په راتلونکي کال کې بودجه منظوره او بېرته یې ورغوي.

هغه وايي: ((د تخته بېکې سيمې په اړه باندې ځيني داسې موضوعات دي چې هغه بايد مخکې له مخکې نه لرې شي، په دې کې د امنيتي ځواکونو شتون چې بايد له دې ځای نه تخليه او دوی يو بديل ځای برابر شي او هغه ساحې يې چې غصب شوې دي، هغه بايد د غصب څخه خلاصې شي.))

حکومتي مسوولین وایي، غواړي دا تاریخي کلاوې د نظامي او نورو قراردادیانو له لاسه وباسي او د کور او ښارجوړولو وزارت ته یې وسپاري.

د دوی په خبره، له رغونې وروسته به یادې دواړه تخته بېکې له یوې خوا د داخلي او بهرنیو سیلانیانو دمه ځای وي او له بلې خوا به سیلانیان د دغه ولایت پر تاریخي ارزښت هم خبر شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement