ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جګړو کې د خوست زیانمنې شوې تاریخي ابدې رغول کېږي

په جګړو کې د خوست زیانمنې شوې تاریخي ابدې رغول کېږي

author avatar
25 Nov 2019 - 10:30
په جګړو کې د خوست زیانمنې شوې تاریخي ابدې رغول کېږي
author avatar
25 Nov 2019 - 10:30

خوست ښار (پژواک، ٤ لېندۍ ۹۸): چارواکي په خوست ولايت کې د هغو تاريخي ابدو د رغولو خبر ورکوي چې د تېرو جګړو پر مهال زيانمنې شوې دي.

له دغو تاريخي ابدو يوه هم د خوست ښار په سوېلي برخه کې د تخته بېکې په نوم د څنګ په څنګ د دوو وړو غونډيو پر سر دوه نظامي کلاګانې دي چې په تېرو جنګونو کې ورته زيان اوښتی دی.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست د تاریخي ابداتو مسوول سيد قابل شاه مياخېل وايي، دغه کلاوې شاوخوا سل کاله تاريخي مخينه لري چې اوس مهال يې ډېرې برخې ورانې او ویجاړې شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې د تخته بېکې په نوم دغه دوه تاريخي کلاګانې چې په منځ کې يې وړې ودانۍ شتون لري، د نادرخان د واکمنۍ په لومړيو وختونو کې جوړې شوې دي چې په نظامي برخه کې ترې کار اخيستل کېده.

خو د ځينو راپورونو پر بنسټ چې د نادرشاه د واکمنۍ پر مهال دغو پوځې چوڼيو ته  یو لښکر رالېږل شوی و چې د سقاویانو پر وړاندې وجنګېږي، خو تر دې دمه یې چا ته دقیقه تاریخي مخینه نه ده معلومه.

د دې دواړو څنګ په څنګ تاریخي کلاوو دېوالونه نږدې دوه متره سور لري چې په کونجونو يې جنګي مورچلونه هم ودان شوي دي.

مياخېل وايي، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له دې ځايونو د زندان ګټه اخيستل کېده، خو اوس د ملي اردو او ملي پوليسو سرتېري په واک دي.

د نوموړي په خبره، له اړوند وزارته یې څو څو ځلې د دغو تاريخي ابدو د رغونې غوښتنه کړې، خو د هغه په وينا چې تر اوسه یې غږ نه دی اورېدل شوی.

د مياخېل په خبره، که چېرې يې رغونې ته پام ونه شي، نو لرې نه ده چې دا تاریخي ارزښتونه به له لاسه ورکړي.

ده زياته کړه: ((دغه ځايونو د خوست له مهمو تاريخي ابدو څخه دي او وخت ناوخت مو د رغونې په موخه اطلاعاتو او کلتور وزارت ته رسماً پشنهادونه کړي.))

د خوست د ولایتي شورا يوه غړي عبدالوالي واحدزي پژواک اژانس ته وويل چې د تخته بېکي تاریخي کلاوې د لویې پکتیا په کچه تاریخي مخینه او ارزښت لري.

د نوموړي په خبره چې د دغو ځايونو په رغونې سره به له يوه پلوه تاریخي ارزښت ساتل شوی وي او له بلې خوا به دغه ولایت ته ځانګړي ښکلا ورکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.