کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٨): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د سږ کال وروستيو جګړو له امله نږدې څلور سوه زره افغانان بېځايه شوي دي.
د اوچا له خوا د لېندۍ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د روانو جګړو له امله سږ کال ٣٧٥زره ٨٠٠ افغانان په کور دننه له خپلو سيمو بېځايه شوي دي.
هغه زياته کړه، له دغو کسانو يې ګڼ شمېر اوس هم خپلو کورونو او سيمو ته نه دي ستانه شوي.
اوچا وايي، روانې جګړې، غربت او بې کاري ددوى د ستنېدو پر وړاندې ستر خنډونه دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، پر دې سربېره د هغو ۲۵۴زرو بېځايه شوو کډوالو چې د وچکالۍ له امله تېر کال د خپلو سيمو پرېښودو ته اړ شوي وو، ۷۵زره يې بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي او لا هم ډېرى يې په هرات ولایت کې اوسېږي.
اوچا وايي، سږ کال د افغانستان له دوو ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان څخه هم تر اوسه څه باندې څلور سوه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په روان ۲۰۱۹ زېږديز کال کې درې سوه زره او ۵۰۰ افغان کډوال له ايران او ۲۲ زره او ۹۰۰ نور له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه راپور له مخې، له ترکيې څخه د افغان کډوالو د ستنولو بهير هم مخ پر زياتېدو دی او په روان کال کې ۲۲ زره او ۷۲۳ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، دغه راز يو شمېر افغان کډوال له اروپايي هېوادونو څخه هم افغانستان ته ستانه شوي چې ډېرى يې له جرمني ايستل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن