کابل (پژواک، ٥ ليندۍ ٩٨) : د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلې په يوه پنځوس اووريزه لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه.
د افغانستان او هندوستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو ورځنيو لوبو لړۍ د هندوستان په لکنو ښار کې پيل شوې ده
ددواړو لوبډلو ترمنځ درېيمه لوبه نن ترسره شوه، د هندوستان لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه او په ٤٩ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره يې ١٥٢ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٥٣ منډو هدف ورکړ.
دافغانستان له لوري عابد محمدي ٤، عبدالرحمن رحماني ٣، عبدالله تڼيوال ٢ او شفيق الله غفاري يو لوبغاړى وسوځول.
د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې ياد هدف د ۷ ويکټو په سوځېدو سره په ۴۶.۲ اورونو کې پوره کړ، د هند لوبډلې ته يې په درېيو ويکټو ماتې ورکړه.
د افغان لوبډلې له لوري عمران مير ۳۴، محمد اسحاق ۳۲، عبدالرحمن رحماني ۲۶ ناسوځېدلې او رحمن الله ځدراڼ ۲۱ منډې وکړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه عبدالرحمن رحماني ترلاسه کړه.
د یادولو ده چې افغانستان د ١٩ کلنو ملي لوبډلې په تېرو دوه لوبو کې د هند له لوري ماتې منلې وه، خو نن یې د هند ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه او څلورمه یو ورځنۍ لوبه به هم د روانې نومبر میاشتې په ۲۸مه د ایکانا په ب لوبغالي کې ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن