کابل (پژواک، ٥ لېندۍ ٩٨): چارواکي وایي، په ښوونځیو کې ځوانو نجونو ته د اوسپنې او فولیک اسید ګولیو ورکولو پروګرام روان ساتي؛ ځکه چې په بدن کې د اوسپنې او وینې کمښت د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي.
نن (د نوامبر شپږمه) د انسان په بدن کې د اوسپنې د کمښت نړیواله ورځ ده.
د عامې روغتیا او پوهنې وزارت چارواکو په همدې مناسبت نن په کابل کې په عایشه دراني لېسه کې په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
د عامه روغتیا وزارت د عامه تغذیې مشرې مرسل مناتي وویل، په مېرمنو او ځوانو نجونو پورې د وینې کمښت موضوع ځکه ډېره تړلې چې دوی د میاشتنۍ ناروغۍ له امله وینه ضایع کوي.
د هغې په وینا، مېرمنې د وینې په ضایعې کېدو سره تمرکز له لاسه ورکوي، کمزورې کېږي، د سر او عضلاتو دردونه ورته پیدا کېږي، نو ځکه خو باید د اوسپنې او فولیک اسید ګولۍ وخوري.
دا زیاتوي، د امیدوارو مېرمنو په بدن کې د اوسپنې کمښت د زېږون پر وخت د کړاو سبب ګرځي او کېدای شي چې ماشوم یې کم وزنه پیدا شي یا خپله ژوند له لاسه ورکړي.
د دې په وینا، د عامه روغتیا وزارت د ۲۰۱۳ زېږدیز کال ملي سروې ښیي چې په افغانستان کې ۳۱ سلنه ځوانې نجونې او ۴۰ سلنه مېرمنې د وینې له کمښت سره مخ دي.
د پوهنې وزارت د تربیت بدني او ښوونځیو د روغتیا د چارو مشر محمداکبر عمرخېل نننۍ ناسته کې وویل چې د پوهنې وزارت ښوونځیو کې تر دوه میلیونه ډېرو نجونو ته په هره اوونۍ د اوسپنې او فلویک اسید یوه ګولۍ وېشي.
هغه وایي چې دغه وزارت په دې تړاو خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکوي، ښځې او ځوانې نجونې پوهوي چې د یادو ګولیو ترڅنګ داسې خواړه هم وخوري چې کلسیم لري.
مرسل مناتي وایي چې په ښوونځیو کې نجونو ته فولیک اسید ګولیو وېش او د اهمیت په اړه یې د عامه پوهاوي دغه پروګرام په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي مرسته پیل شوی او تر اوسه دوام لري.
د غونډې په پای کې د عایشه درانۍ لېسې ځینو زده کوونکو تر منځ د وینی کموالي په اړه خبرې وشوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن