د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"د تدارکاتو کمېسیون له خوا د حج د تېر بهير پرمخ وړل د قانون خلاف و"

"د تدارکاتو کمېسیون له خوا د حج د تېر بهير پرمخ وړل د قانون خلاف و"

Nov 26, 2019 - 17:20

کابل(پژواک، ٥ لیندۍ ۹۸): ځینې حقوق پوهان په داسې حال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا د حج بهیر پر مخ وړل د قانون خلاف ګڼي چې ځینې افغان حاجیان ادعا کوي چې د روان کال په حج بهیر کې دوی ته تر ټولو بد خدمتونه برابر شوي وو.

د روان کال په حج بهیر کې له ۳۰ زرو ډېر حاجیان سعودي عربستان ته د حج فریضې اداکولو لپاره تللي وو او بېرته هېواد ته د حاجیانو د لېږد بهیر د وږي میاشتې په وروستیو کې پای ته ورسېد.

د ملي تدارکاتو ادارې ته سږ کال د حج بهیر د سپارلو په لړ کې بیت الله شریف زیارت کوونکي له ستونزو سره مخ وو او دوی ته معیاري خدمتونه نه وو وړاندې شوي.

حاجیان

 د فراه ولایت اوسېدونکي حاجي بنیامین بارز چې سږ کال د حج په مراسمو کې سعودي عربستان ته تللی و وویل، افغان حاجیانو په ځانګړې توګه د دویمې او درېیمې درجې ولایتونو ته په ډېرو لرې سیمو کې عمارې نیول شوې وې چې حاجیانو باید حرم شریف ته د تلو لپاره تر یو ساعت ډېر پلی مزل کړی وای.

هغه له عمارې تر حرم شریف او برعکس د ترانسپورټ د نه شتون، بې کیفیته او مسلمانانو لپاره د حرامو خوړو، په منا کې ۱۲۰۰ حاجیانو ته د څلورو دستشويیو ځانګړي کول، د خېمو د ننه د دومره حاجیانو ځا ی پر ځای کول چې ان حاجیانو د خېمې په داخل کې د قدم پورته کولو توان نه درلود، عرفات ته د لېږد لپاره د افغان حاجیانو له اته ساعتونو ډېر انتظار او برعکس مزدلفې ته او نورې ستونزې یادې کړې.

بارز زیاته کړه: ((د پاکستان، بنګله دېش او نورو هېوادونو حاجیانو لپاره حرم شریف ته نږدې (په دوه تر درې کیلومترۍ) کې یوه خونه په ۸۰۰ ریاله کرایه نیول شوې وه خو افغان حاجیانو ته د حرم شریف په شپږ تر اته کلیومترۍ کې یوه خونه په ۱۵۰۰ ریاله نیول شوې وه.

د نوموړي په خبره، په روان کال کې افغان حاجیانو ته تر ټولو بد او خراب خونې کرایه شوې وې چې په تېر کې یې ساری نه درلود.

د لعل محمد دروېش په نوم افغان حاجي په خپله فېسبوک پاڼه کې داسې شکایت کړی دی: ((دا په مدینه منوره کې د شلال عماره ده چې د کابل حاجیانو لپاره په کرایه نیول شوې، دغه عماره لس پوړه ده او دوه لېفټونه لري چې هر یو یې د ۴۵۰ کیلوګرام وزن وړتیا لري، هغه هم دومره زاړه دي چې دکمې یې نه پېژندل کېږي چې کوم پوړ ته ورسېد. په یوه عماره کې ۷۰۰ حاجیان ځای پر ځای شوي چې دواړه لېفټونه پر یو وخت لس کسان  پورته او ښکته کولای شي او ټول حاجیان ۳۵۰ دقیقې وخت ته اړتیا لري، اوس هره ورځ د لمانځه پر وخت په ځانګړې توګه سهار لمانځته ته د تلو او د ماخوستن له لمانځه څخه د راتلو پر مهال له دې ستونزو سره مخ يو.))

هغه زیاته کړه، په حاجیانو کې ۴۰ ښځې هم شاملې دي چې د دوی ستونزې د نارینه وو په پرتله ډېرې دي.))

نوموړي لیکلي: ((په یادو قضیو کې دوه ارګانونه لاس لري، تدارکات او حج او اوقاف؛ دغه دوه ادارې داسې خیانت کوي چې له حاجیانو څخه پیسې اخلي او خدمتونه یې داسې دي چې تخریب عماره، خواړه یې کله دار چرګ دی، نه پوهېږم د دوی له خدمتونو ولسمشر یا د چارو اداره څارنه کوي کنه؟))

دغه راز پژواک ځينې معلومات ترلاسه کړي چې د هر حاجي لپاره ۳۵۰ ګرامه جوس ورکړل شوي، خو هره ورځ د هر حاجي لپاره ۲۵۰ ګرامه جوس وېشل کېږي.

تدارکاتو ادارې ته د حج بهیر لېږد

ولسمشرۍ ریاست ته د حج او اوقافو وزارت د ریاست دفتر له خوا د تېر کال د لړم د لومړۍ نېټې د مکتوب له مخې چې یوه کاپي یې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې دغه وزارت د  ۱۴۰۰ کال د حج مراسمو لپاره افغان حاجیانو ته د ترتیباتو د نیولو او نظر د تبادلې په موخه د حج او اوقافو د پخواني وزیر فیض محمد عثماني په مشرۍ یو پلاوی سعودي عربستان ته تللی دی.

خو د دولتي چارو د انسجام معاونت په مکتوب کې چې یوه کاپي يې پژواک خبري اژانس تر لاسه کړې راغلي: ((د افغانستان د اسلامي جمهوریت ښاغلي ولسمشر په دې اړه داسې لارښونه کړې ده: ((سږ کال د حج بهیر د تدارکاتو کمېسیون پر مخ وړي. د حج اړوند ټول  اسناد دې هوتکي صاحب او همکارانو ته وسپارل شي.))

د تدارکاتو ادارې د دغه بهیر له سپارلو وروسته دې ادارې ته د ملي تدارکاتو کمېسیون د دارالانشا رییس محمد بلال قاریزاده د روان کال د حج بهیر لپاره  د یوه پلاوي د لېږلو غوښتنه وکړه او ولسمشر منظور کړې ده.

دغه راز ولسمشرۍ ریاست ته د ملي تدارکاتو ادارې له خوا په ٤٩٥٨ شمېره وړاندیز کې راغلي: ((داچې عالي مقام پوهېږي مخکې د حج بهیر صلاحیت او مسوولیت له حج او اوقافو وزارت سره وو او دوی مخکې وړلو. د ۱۳۹۷ کال د لړم میاشتې د اوومې نېټې په ۲۸۴۰ شمېره پرېکړې او ولسمشرۍ ریاست په لارښوونه په ۱۳۹۸ کال کې د حج بهیر چارې د ملي تدارکاتو ادارې ته وسپارل شوې.))

له دې لارې لازمه ګڼل کېږي چې په لاندې مواردو کې د ولسمشرۍ مقام لارښوونې ترلاسه کړي.

داخلي قراردادیانو او په سعودي عربستان کې قراردادیانو ته د پیسو انتقال، د مړو حاجیانو، یو اړخیز ټکټ او معذرتي پیسو بېرته ورکړه، په سعودي عربستان کې بالمقطع کارکوونکو د حقونو اجرا او تړون، د حج بهیر اړوند بېړني او پرچون پلورنې او د تړونونو د لاسلیک صلاحیت.  

ولسمشر په (١٦/١١/١٣٩٧) نېټه داسې حکم کړی دی: ((داخلي او بهرنیو قراردادیانو ته د پیسو د لېږد او استرداد صلاحیت ښاغلي فیض محمد مختار او د تړونونو د لاسلیک صلاحیت ښاغلي هوتکي صاحب ته   منظور دی.))

حقوق پوهان

د هېواد د حقوق پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مددزي پژواک ته وویل، ملي تدارکاتو ادارې ته د حج بهیر لېږد د قانون او دولت د اساسي جوړښتونو خلاف دى. هغه  زیاته کړه: ((د حکومت دغه کار د حیرانتیا وړ نه دی، ځکه موږ د قانون په چوکاټ کې په حرکت کې نه یو.))

نوموړي زیاته کړ: «کله چې موږ د یوې پروسې د پرمخ وړلو لپاره ځانګړې اداره لرو؛ ولې د حج بهیر تدارکاتو ته سپارل کېږي، په حج او اوقافو وزارت کې ظرفیت نشته او یا هم د تدارکاتو ملي ادارې ته ددغه مسوولیت سپارل، فساد ته زمینه برابرول دي.))

ده وویل چې د ولسمشر دا کار چې د هرې موخې لپاره ترسره شوی؛ د قانو خلاف دی.

د پوهنتون استاد خلیل احمد شنکر هم د حکومت د رهبرۍ دغه کار د قانون خلاف وباله او ويې ویل: «که موږ د دولت د تشکیلاتو اساسي قانون درلودای، اوس دا ستونزه منځته نه راتله ؛ موږ په یو غیرقانوني لار روان یو او خلک باید له حکومته هیله ونه لري.»

نوموړي د تدارکاتو ملي ادارې ته د حج د بهیر د تنظیم مسوولیت، فساد ته زمینه برابرول وباله او زیاته یې کړه چې د حج او اوقافو وزارت باید د ولسمشر ددغه حکم پر وړاندې غلى پاتې نه شي.

همدرنګه هغه وویل، ولسمشر ددې لپاره چې د حج پروسه د نورو کلونو په پرتله سږ کال ښه ترسره شي او په لګښتونو کې کموالى راشي، دا پروسه یې د ملي تدارکاتو ادارې ته وسپارله.

د حج مخکني رييس مرتضی حامد پژواک ته وويل د ملي تدارکاتو ادارې له لوري د حج پروسې مخته وړل د قانون خلاف کار دى او دغه مذهبي پروسه بايد يادې ادارې ته نه واى سپارل شوې.

نوموړي زیاته کړه چې په حج او اوقافو وزارت کې ددغه بهیر د پرمخ وړلو لپاره لازم ظرفیت شته؛ خو د یوشمېر عواملو له امله سږ کال د حج بهیر د تدارکاتو ادارې ته وسپارل شو.

د پژواک له پرله پسې اړیکو سره سره هم د حج او اوقافو وزارت مسوولین په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول، خو ددغه وزارت نوي ټاکل شوي ویاند احمد ولي سرحدي وویل چې دا پرېکړه د حکومت د رهبرۍ وه.

د تدارکاتو د ملي ادارې ځواب

د ملي تدارکاتو ادارې له یوې نیمې میاشتې وروسته، د پژواک د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې د تېرو کلونو په څېر او د ارګ د عالي مقام د حکم پر اساس، په تېرو کلونو کې هم په سعودي کې د افغان حاجیانو لپاره د ښو اسانتیاوو او خدماتو د برابرلو په موخه؛ د حج او اوقافو وزارت، د ولسمشرۍ د عالي مقام دويم معاونیت، اجرايیه ریاست، د بهرنیو چارو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او ملي تدارکاتو د ادارې یوه ګډه کمېټه جوړه کړې. دې کمېټې د افغان حاجیانو لپاره یوازې د اوسېدو، ځمکني ترانسپورټ او ډوډۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، چې دا خدمتونه د حج د بهیر برخه ده؛ خو په ټوله کې د حج پروسه د حج او اوقافو وزارت له خوا پر مخ یوړل شوه.

سرچینې لیکلي چې د حج ټول بهیر (د استادانو ازموینې، ناظمان، د حاجیانو مدیریت، د حاجیانو ټاکل، د هوکړه لیکونو تطبیق، د حاجیانو انتقال، د حاجیانو د واکسین بهیر) د حج او اوقافو وزارت اړوند کېږي، خو درې موارد چې په هوکړه لیک کې ترسره شوي، د ولسمشرۍ د عالي مقام د حکم پر بنسټ د جوړ شوې کمېټې له خوا تشکیل شوې، پر مخ یوړل شول چې د تدارکاتو ملي اداره ددغې کمېټې غړيتوب لري.

د تدارکاتو ادارې، په ځانګړې ډول په مکه کې د حج د قونسل د ټاکلو په اړه ویلي چې د حج مخکینی قونسل، د درې کلن ماموریت له پای ته رسولو سره له دنده استعفاه وکړه او د ولسمشرۍ د مقام له خوا منظوره شوه. د ملي تدارکاتو د کمېسیون له پرېکړې سره سم؛ د حج او اوقافو وزارت  له غوښتنې سره سم، د ملي تدارکاتو له کمېسیون څخه غوښتل شوي څو وړاندیز ترتیب کړي. دا وړاندیز د ملي تدارکاتو د کمېسیون له خوا جوړ او د ولسمشرۍ عالي مقام ته وړاندې شوی او د ولسمشرۍ عالي مقام چې د انفکاک او تقرر صلاحیت لري، په دې بست یې ښاغلی عبدالله اوغلي وټاکه.

سرچینې وویل چې د ملي تدارکاتو کمېسیون د پرېکړې له مخې، د افغان حاجیانو د انتقال هوکړه لیک له دوو (اریانا او کام ایر) هوایي شرکتونو سره په مساوي ډول وشو؛ خو اریانا شرکت ونه شو کړای چې حاجیان انتقال کړي. له همدې امله ټول افغان حاجیان د کام ایر شرکت له خوا انتقال شول، چې دا موضوع د حاجیانو په انتقال کې د ځنډ سبب شوه او د هوکړه ليک  مطابق  له شرایطو سره سم قراردادي په جريان کې شو او  قراردادي ته د انتقال د ځنډ پيسې ور نه کړل شوې.

د تدارکاتو ادارې زیاته کړې چې د تړون د شرایطو له مخې، د قرارداد لور هغه څه چې په نوموړي هوکړه لیک کې ذکر شوي؛ د افغان حاجیانو ته برابر نه کړي، اړ دی چې د هغه بدیل په همغه کیفیت د افغانستان د حکومت په واک کې ورکړي. له همدې امله قراردادي افغان حاجیانو بدیل تعمیر ورکړ چې د نورو ودانیو په پرتله نږدې او د ښه کیفیت لرونکی و.

د تدارکاتو ادارې د افغان حاجیانو لپاره د بې کیفیته خوړو په اړه لیکلي چې خواړه د حج په مراسمو کې معیاري دي؛ یعنې د ټولو حاجیانو لپاره ډوډۍ د کیفیت او کمیت له مخې په یوه شکل برابرېږي او هيڅ افغان حاجي له نورو ښه والی نه لري چې د یوشمېر حاجیانو لپاره ځانګړي خواړه برابر شي.

سرچینې زیاته کړې چې په عربستان کې د افغان حاجیانو لپاره د خوړو د کیفیت څېړلو او خدمتونو برابرولو په موخه یې شخصي پلاوی جوړ کړی، چې په رڼه او هر اړخیزه توګه یې له دې پروسې لیدنه کړې او ژر ده چې بشپړ راپور به یې د افغانستان د ولسمشرۍ له عالي مقام سره شریک کړي.

د تدارکاتو ادارې ویلي چې د نورو هېوادونو د حاجیانو په پرتله افغان حاجیان د حج د فریضې ادا کولو لپاره لږ پیسې ورکوي؛ خو د افغان حاجیانو لپاره د خدمتونو برابرول، لکه مکې مکرمې ته د عمارو نږدې والی، د ډوډۍ تیاری، د اوسېدو ځای او ځمکنی ترانسپورټ ډېر ښه وو او سږ کال یې په دې اړه جدي ستونزه نه درلوده.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement